د لاس رسي وړ اتصالات

قومي مشران د حکومت او طالبانو منځگړیتوب كوي


په كندوز كې د یوې لوې غونډې په ترڅ کې د مختلفو قومونو سپين ږيرو او دولتي چارواكو پدې خبرې وكړې چې څه ډول كولاې شي د دولت او دمخالفو طالبانو تر مینځ سوله راولي.

ددغه ولایت والي انجينر محمدعمر وويل چې دوې به په كندوز كې د سولې د رامينځ ته كيدو لپاره له علماو سره هم خبرې وكړي او د قومي مشرانو له لارې به د سيمې طالبانو ته پيغام ورواستوي چې له جګړو لاس واخلي او د هيواد د اساسي قانون په منلوسره په خپله سيمه كې ارام ژوند وكړي.

د كندوز والي وويل چې ددوي هدف له دغې غونډې دادې چې له طالبانوسره خبرې وكړي چې په څه خاطر جګړې كوي او دوي به هڅه وكړي چې د سولې له لارې دغه ستونزه حل كړي او كه طالبان د سولې له منلو ډډه وكړي دوې به پراخ عمليات پيل كړي، دوي له دغو خلكو سره ځكه د سولې خبره شريكوي چې له عملياتو وروسته پرې انتقاد هم ونه شي چې ولي له قومي مشرانو سره د سولې خبره نه وه شريكه شوي.

د كندوز والي داهم وويل چې كه دسيمې خلك دوي ته د امينت ژمنه وركړي دوي به په هره سيمه كې د خلكو د غوښتنو سره سم د بيارغونې كارونه وكړي.

هغه له طالبانو سره د سولې د شرطونو په اړه وويل چې طالبان بايد د هيواد اساسي قانون ومني او له دولت سره يوځاى شي كه طالبان دغه مني دوي ورسره ستونزه نه لري، او زياته يي كړه چې كه طالبان د نور خلكو په غوښتنه خبرې كوي او هيواد د پرمختګ مخه نيسي نو دا دهغوي د منلو خبره نه ده، او كه طالبان په دې خاطر له دولت سره نه شي يوځاى كيداې چې دوي به خلكو ته زيان رسولې وي نو دوې كوشش كوي چې د قومي مشرانو له لارې يې دغه ستونزه هم حل كړي.

د كندوز د چاردرې ولسوالۍ یوه مخور وویل د طالبانو او دولت تر مينځ د سولې لپاره لومړی دې ته ضرورت دی چې جگړه بنده شي.

معاون غيور وايي چې دولت داسې سوله غواړي چې طالبان بايد وسله كيږدي او تسليم شي خو په دې ډول سوله نشي رامينځ ته كيداې لومړې بايد اور بند وشي.

عبدالمنان دنهر صوفي د كلي اوسيدونكې وايي چې افغانان جنګ نه غواړي خو دغه جګړې پر تپل شوي دي طالبان هم سوله غواړي او خلك هم سوله غواړي او يو طرفه سوله ناشونې ده او دولت چې څه ډول سوله غواړي داسې امكانه نه لري، د سيمې د علماو شورا كولاې شي له طالبانوسره خبرې وكړي او يو تفاهم ته ورسيږي.

د كندوز چارواكي وايي چې كه چيرې د دولت مخالف طالبان د مخورو سپين ږيرو او علماو په ذريعه د سولې د وراستولي پيغام څخه مخالفت وكړي نو دوي به په كندوز كې پراخ عمليات پيل كړي

XS
SM
MD
LG