د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د عالي رتبه طالبانو نیول کیدل


د پاکستان مقامات وایی دوی په هغه هیواد کی د طالبانو لږترلږه اوه تنه مشران نیولي دي.

ویل کېږی چی دغه توندروان د کوټی په ښار کی پټ وه او د کوټی د شورا د غړو په نوم یادېږی. په دې کسانو کی تر ټولو مهم سړی ملاعبدالغنی برادر دی، چی د طالبانو تر ټولو ستر پوځی قوماندان وو. دی د کراچی په ښار کی د متحده ایالاتو او پاکستان د استخباراتو په گډو عملیاتو کی ونیول سو.

ماهران په دې باب خبري کوي چی ددغو کسانو نیول کېدل د پاکستان او امریکا پر اړېکو او د افغانستان دپاره د جمهوریس اوباما پر نوي ستراتیژی باندی څه اغېزه لری.

پاکستان د هغه هیواد په شمال لوېدیځ کی د پاکستاني طالبانو پر ضد جنگ ته دوام ورکوی. او متحده ایالات د پاکستان په خاوره کی د هغو افغان طالبانو د پټیدلو پر ځایونو باندی د بې پیلوټه ډرون الوتکو حملې کوی چی د افغانستان څخه پاکستان ته اوښتي دي.

مگر په دې وروستیو وختونو کی د لومړي ځل لپاره پاکستان د امریکاد استخباراتو په مرسته د افغان طالبانو یو شمېر مشران چی په اصطلاح د کوټی د شورا غړي دي دي نیولي دي.

په دې کی یو تن ملاعبدالغنی برادر دی، چی د طالبانو په مشرتابه کی یې دوهم مقام درلود. ددغو کسانو نیول کېدل د افغانستان په اته کلن جنگ او د پاکستان په ستراتیژی کی د احتمالی تغیر راتللو په لاره کی یو مهم انکشاف گڼل کېږی.

د سپینی ماڼۍ نطاق رابرټ گیبس وایی: دا په سیمه کی زموږ د گډو هلو ځلو دپاره یو ډېر غټ بری دی.

د اوباما حکومت وایی په افغانستان کی دجنگ د گټلو دپاره دا ډېره مهمه ده چی د پاکستان حکومت په خپله خاوره کی پر افغان توندروانو باندی حملې وکړې او ویې ځبی.

د افغانستان یاغیان د ډېره وخته راهیسی د پاکستان په خاوره کی مرکزونه لری او څېړونکي ددغو کسانو د نیول کېدلو د علتونو په باره کی بحثونه کوی.

د هیریټېج د تحقیقاتی موسسې غړې لیزا کورټیس وایی جمهوریس اوباما پر پاکستان باندی ډېر زیات فشار اچولی دی.

جمهوریس اوباما د جنرال جېمزجونز له لاری د پاکستان جمهوریس آصف علی زرداري ته یو لیک واستاوه او له پاکستان څخه یې غوښتي دي چی پر افغان طالبانو او نورو توندرو ډلو باندی چی بین المللی ټولنه تهدیدوی حملې وکړی او وایی چی که پاکستان دا کار وکړی نو له هغه هیواد سره به د متحده ایالاتو اړېکی غښتلي سي. متحده ایالات به تر خپله وسه پوری کوښښ وکړي چی په هغه سیمه کی د پاکستان امنیت خوندي سی.

دا نه ده معلومه چی پر افغان طالبانو باندی به د پاکستان دغه حملې دوام وکړی کنه. د بروکینگز د تحقیقاتی موسسې یو غړی بروس رایډل وایی هیله لری چی دغه راز حملې به دوام وکړی.

که پاکستان خپلو دغو حملو ته دوام ورکړی، نو د دې معنی به داوی چی طالبان به نور د هغه هیواد په خاوره کی خپل هغه مرکزونه له لاسه ورکړي چی دا نهه کاله یې کار ورڅخه اخیستی وو. دا په وضع کی ډېر لوی تغیر راولی.

دی وایی د طالبانو اکثر مشارن د کراچی په ښار کی نیول سوي دي، چی د د افغانستان پرسرحد باندی دکوټي له ښار څخه ډېره زیاته فاصله لری.

دوی ولي کراچي ته تللي وه. د دې خبری ډېر ساده دلیل دا دی چی دوی غوښتل د ډرون الوتکو له حملو څخه ځانونه وساتی.

دوی ولیدل چی د پاکستان په شمال لوېدیځو قبایلی سیمو کی د ډرون الوتکو حملو د هغه هیواد طالبانو ته ډېر زیات تاوانونه ورسول.

د هیری ټېج د تحقیقاتی موسسې غړې لیزا کورټیس داسی فکر نه کوی. دا وایی: موږ په تېر وختونو کی لیدلي دي چی پاکستان د خالد شیخ محمد په څېر القاعده لوی مشران نیولي دي خو پر هغی ډلي باندی یې قاطع حملې نه دي کړی چی په افغانستان کی د ایتلافی قواوو پر ضد جنگېږی. نو سړی اوس لا دا نه سی ویلای چی د پاکستان په ستراتیژی کی بشپړ تغی رراغلی دی مگر په دې کی شک نسته چی دا پر سمه لاره باندی یو گام دی.

د بین المللی سولی دپاره د کارنیگی د خیره موسسې غړی اېشلي ټیلیس وایی پاکستان ټول افغان طالبان نه نیسی او له دې څخه د هغه هیواد په پالیسی کی کوم اساسی تغیر نه لیده کېږی.

په پاکستان کی اوس هم مهمی ډلی سته. هم د یاغیانو ډلي دي او هم ټروریسټان دي، چی د پاکستان دولن تر اوسهپ وری بشپړه توجه نه ورته کړې. لشکرطیبه یوه ډله. جیش محمد بله ډله ده او دریمه لا د افغان طالبانو د حقانی ډله ده .

څېړونکي وایی په پاکستان کی د افغان طالبانود نویل کېدلو څخه داس یښکاری چی د اوباما نوې ستراتیژی کار ورکوی.

مگر دوی وایی په دغه برخه کی به د پاکستان په سلو کی کرار کرار تغیر را ځی او دا یوې ورځی کار نه دی.

XS
SM
MD
LG