د لاس رسي وړ اتصالات

د ځوانو افغانانو مهاجرت زیات شوی


د مهاجرینو دپاره د ملگرو ملتو عالی کمیشنری یو این ایچ سی ار وایی چی تیر کال د هغو افغان هلکانو په شمیر کی زیاتوالئ راغلی دی چی پرته د کوم سرپرسته اروپایی ملکونو ته قاچاقی سفر کوی او د مختلفو ستونزو سره مخ کیږی.

زمونږ همکار مطیع الله عابد د درپه دره افغان ځوانانو او هلکانو د مشکل په ارتباط په ژنیو کی د یو این ایچ سی ار د نطاقی میرمن سبیلا ویلکس سره مرکه کړیده او د هغی په اساس یی دا راپور تیار کړیدی.

د هغی ورځی نه چی افغانستان کی دا روان د دریو لسیزو ناورین پیل شویدی . نو افغانان په یو نوم او بل نوم نورو ملکونو ته مهاجر شویدی. دغه لړئ نن هم روانه ده او په دی افغانانو کی د هغو تنکیو ځوانانو او نابالغو هلکانو شمیر زیات شویدی چی د بهتره مستقبل په تکل کی اروپایی ملکونو ته ځی.

خو د لغمان نه تر انگلستان پوری دا سفر په څومره مصیبتونو او کړاونو تر سره کیږی.

د دی اندازه هغه چا ته ښه کیدای شی. چی پاکستان نه ایران بیا ترکیی نه یونان ته ورسیږی او هلته زندان په تورو کوټو کی بند شی. او یا په لاره کانتنرو کی ساه بندښ دلاسه ځوانمرگه شی.

همدغه حالات د مهاجرینو دپاره د ملگرو ملتو عالی کمشنری هم درک کړیدی او په خپل یوه تازه احصاییه کی ویلی دی چی د کال ٢٠٠٨ په موده کی چی څومره ځلمی افغانان خارجی هیواد کی د پناه اخیتسو دپاره د کورو نه راوتلی . د هغوی شمیر کی سلو کی شپته زیاتوالئ راغلئ او تیر کال شپږ زره نور تنکی ځوان افغانان یونان او فرانسی ته رسیدلی.

موږ په دی ارتباط چی کله په ژنیو کی د مهاجرینو دپاره د ملگرو ملتو د عالی کمشنرئ د نطاقی میرمن سبیلا ویلکس نه پوښتنه وکړه . نو هغی وویل چی په دی تیرو څوکالو کی د افغانستان نه دکم سنه هلکانو د قاچاقی لارو نه نورو ملکونو ته وتل زیات شویدی. په کال ٢٠٠٨ کی د داسی افغان هلکانو شمیر دری نیم زره و.

خو تیر کال دا شمیر ٦ زرو نه هم اوړیدلی دی.

هغه زیاتوی چی اروپا کی د سیاسی پناه دپاره عریضه ورکونکو کی د نورو ملکونو په جمله کی د افغانانو شمیر د ټولو نه زیات دی.

خو اروپا ته د رسیدو نه مخکی او هلته د پناه اخیستو پوری دغه افغان تنکی ځوانان په لاره او نورو ځایو کی د کومی ناخوالو نه تیریږی د دی پوښتنه تر اوسه چا نه ده کړی او نه یی د غم خوړولو څوک شته.

پخپله د ملگرو ملتو ماموری هم د افغان ځوانانو د مصیبتونو او کړاونو نه ډک داستانونه اوریدلی دی او وایی چی موږ ته د دغو لالهاند مساپرو مهاجرو افغانی بچیانو د مصیبتونو نه ډک مزل د قدم قدم احوال راغلی دی او ډیری داسی کیسی مو اوریدلی چی غونی مو ورته زیږ شویدی.

هغه وایی: زه به درته د یو نهه کلن افغان هلک کیسه وکړم چی په دی تازه ورځو کی دایټالیا کلی ښار ته رسیدلی دی. هغه راته کیسه کوله چی کله دی د خپل ورور سره ترکی ته ورسید نو هلته قاچاقبرو ورباندی شاقه کارونه کول او دوی باندی ډیر ظلمونه کیدل.

بیا یی چانس برابر شو او کشتئ کی یونان ته روان شول. خو په لاره چی کله د یونان سمندری پولیس راغلل نو قاچاقبرو کشتئ خرابه کړه او په دوی یی بحر منځ کی پریښودل.

بیا دوی په ډیرو کړاونو یونان ته ورسیدل او هلته نه په کانټنرو کی سواره شول او ډیر په بد حالت کی ایټالیا ته ورسیدل.د ملگرو ملتو دغه ماموره وایی چی په ایټالیا او فرانسه کی هم د دغو افغانانو ژوند کی کوم مثبت تغیر نه راځی. دغلته هم دوی بی کوره او بی دیاره ژوند کوی. ځینی یی د ناروغیو او روانی مشکلاتو سره مخ شوی او ځینی نور یی په سخت ژمی کی د پلونو او دیوالونو لاندی شپی سبا کوی.

د یو این ایچ سی ار دغه ماموره وایی چی زموږ موسیسه لکه د پاکستان یا نورو ملکونو په اروپا کی هغه هومره اختیار نه لرو څومره چی دغو افغانانو سره کومک دپاره پکار وی او موږ راسا د اروپایی ملکونو د حکومتونو سره تماس لرو او یوازی خواست ورنه کولی شو چی د دغو افغان په خراب حالت رحم وکړی او د انسانی عاطیفی په اساس ورسره مرسته وکړی.

خو د سبیلا ویلکس په شان د ډیرو مرستندویه موسیسو مامورین د کار او احساس په اساس د بی کوره او بی اوره افغان ځوانانو د غم خورړولو خبره خو کوی.

خو پخپله د افغانستان وضعه او بی سرنوشته ځوانانو فکرونه دوی دی ته مجبوری چی د دی ټولو مسلو او ناخوالو د لېدو سره سره هم دوی په قرار نه کښینی او دا هم دا اوس چی موږ په یونان ایټالیا او فرانسه کی د تنکیو افغان ځوانانو د مصیتونو داستان بیانوو. نو یو شمیر نور تنکی او بی سرپرسته افغان هلکان به د خپلی مور نه اجازه اخلی او ورته به وایی چی مور ما ته دعا کوه چی په خیر لندن ته ورسیږم. او خپل ژوند بدل کړی .

XS
SM
MD
LG