د لاس رسي وړ اتصالات

له ‌طالبانو سره جګړه کې د الماني عسکرو ښکیلتیا، د خلکو اندیښنې


د الماني ځواکونو مطبوعاتي مسول څو ورځې وړاندې وويل د دوي هيواد پريکړه کړې چې له دې وروسته په الماني عسکر له ‌طالبانو سره په مخامخ جګړو کې برخه اخلي.

له دې وړاندې د جرمني عسکرو له ‌طالبانو سره مخامخ جګړه نه کوله بلکه یوازې د دفاع په حالت کې وو د کندوز یو شمیر اوسیدونکي وايي چې هدف د امنيت راوستل دي او په جګړو کې المانی عسکر د مخالفينو د ځای له معلومولو پرته بمبار وکړی او ملکي خلکو ته تلفات ورواړوي نو پرخلکو به منفي اغيز ولري.

عبدالمتين سرفراز وايې چې دوي ځکه په جکړه کې د مخامخ ګډون پريکړه کوي علت يې دادې چې ددوی د نرمښت له امله په سيمه کې طالبان نورهم قوي شول او په نړيواله سطحه هم ملامتي ده چې ګوندې د ايساف په موجوديت کې په سيمه کې طالبان زيات شوی او دنړيوالو مخ وراوړي.

دی وايي: "ددې پر ځاې چې دوي اوس په جګړه کې مخامخ ګډون کوي بايد په سيمه کې يې د بيارغونې کارونه کړي وای".

د کندوز د چاردرې يوبل اوسيدونکې عبدالغيور وايې چې جګړه هيڅ وخت د خلکو په ګټه نه ده.

له بله پلوه تيره ورځ د قلعه ذال په ولسوالۍ کې د طالبانو او په سيمه کې د دولت د ملاتړو قومي وسله والو کسانو تر مينځ جګړه شوې د والي وياند محبوب الله سيدي وايې چې په دغه جګړه کې ‌طالبانو د قومي وسله والو کسانو څلور تنه نيولي چې د الابيردي په نامه يوتن قوماندان يې هم په کې شامل دی.

مګر ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانووياندمعرفي کوي ادعا کوي وايې چې ددوی طرفدارو په دغه جګړه کې درې عسکروژلي او د هغوي قوماندان يې نيولې دی.

د یوه بل خبر له مخې، د خوست امنيتي چارواكي وايي چې ددغه ولايت په دوه منده ولسوالۍ يي دوه وسلوال طالبان وژلي او درې نوريي ټپيان كړيدي .

د خوست امنيتي چارواكي وايي چې نن له غرمې مخكې ددغه ولايت د دوه منده ولسوالۍ دبورګي په سيمه كې وسلوالو طالبانو دسرك جوړنې ديو شركت په كاركوونكو وسلوال بريد وكړ چې وروسته دپوليسو ملي اردو او وسلوالو طالبانو تر مينځ مخامخ جګړه رامينځته شوه .

په خوست كې دملي اردو دريستيزوال جنرال زهير ودرګ وايي چې دسرك جوړونې په شركت د طالبانو له بريد وروسته دملي اردو او ملي پوليسو هغه سرتيرو چې دخوست او ګرديز ترمينځ دغځيدلي لوي لاري ساتنه كوي دجګړې ځاي ته ورسيدل او له وسلوالو طالبانو سره په جګړه كې ښكيل شول.

جنرال وردګ زياتوي جګړې نيږدي څلويښت دقيقي دوام وكړ چې په نتيجه كې يي دوه وسلوالو طالبان ووژل شول او درې نور ټپيان شول چې دده په وينا بريدكوونكو له ځان سره وړيدي.

زهير وردګ زياتوي پدې نښته كې دشركت كار كوونكو او دولتي ځواكونو ته زيان ندي رسيدلي.

وسلوالو طالبانو دبريد مسوليت په غاړه اخيستي او وايي چې دسرك جوړونې دشركت په كاركوونكو دوى بريد كړي .

طالبان وايي چې د دوى او نوموړي شركت دامنيتي كسانو ترمينځ نيږدي دوه نيم ساعته جګړه شوي دوى ادعا كوي چې پدې جګړه كې يي ددغه شركت شپږ تنه وژلي او پنځه نور يي ټپيان كړيدي.

وسلوال طالبان پدې بريد كې دخپل يو طالب ټپي كيدل منلي دي .

همدا ډول جنرال زهير وردګ وايي چې دخوست او ګرديز ترمينځ غځيدلي لوي لاري په سر يي دپكتيا اړونده دګردې څيړې په سيمه كې دوه حلقي ماينونه چې ديو پله لاندې ځاي پرځاي شوي وو كشف او شنډ كړيدي .

ددغو ماينونو دشنډولو پر مهال دخوست او ګرديز لويه لاره دڅو ساعتونو لپاره دټرافيكو پرمخ بنده وه .

دوزې ځدراڼو ولسوال عبدالولې ځدران وايي چې دماينونه له امله دغه لاره دسهار له اتو بجو څخه دمازيګر تر څلور بجو پوري تړل شوي وه چې دواړو خواو ته دسپرليو ډك په لسګونو موټر ولاړ وو .

دخوست او ګرديز ترمينځ غځيدلي لويه لاره يوه ټرانزيتي لاره ده چې كابل دغلام په سرحد كې له پاكستان سره نښلوي او هره ورځ پدې لاره په سلګونو بار وړونكې او نور واړه موټر تګ او راتګ كوي .

له څۀ مودي راهيسي پدغه لاره دجوړنې چارې پيل شوي خو ډير سستې پرمخ ځې او دهغو شركتونو كار كوونكې چې دلارې دجوړنې چارې پر مخ وړې زياتره وخت دچادونو او وسلوالو بريدونو سره مخ كيږي چې دسرك جوړنې چارې يي ټكنۍ كړيدي.

XS
SM
MD
LG