د لاس رسي وړ اتصالات

افغانان په امریکا کې


د امریکا متحده ایالات د خپل تاسیس راهیسې د مختلفو ملتونو د اتحاد زانگو ده.

هر کال په لسگونو زره کډوال دغه هیواد ته کډه کوي. په دې ډله کې ډیر افغانان هم شامل دي.

محمد هاشم سلطانی یو افغان کډوال دی چې څو کاله مخکی امریکا ته راغلی او لکه د نورو کډوالو په څیر ئی خپل ژوند له نشت څخه پیل کړی دی. د زیات زیار ا و زحمت په نتیجه کی هغه اوس د خپل شخصی کار او تجارت خاوند دی.

دی وايي، زه د نورو کډوالو په څیر دی ځای ته یواځې د تن له جامو سره راغلم. په خپل وطن کی مو ټول څه له لاسه ور کړل کله چی دلته راغلو ومی لیدل چی دلته د کار کولو ډیر امکانات موجود دی نو په لمړی سر کی مو په نیو یارک کی یو رستورانت جوړ کړ بیا وروسته مو هم دی کار ته پسی دوام ورکړ او د دریو رستورانونو خاوند شوم. څرنگه چی د رستوران پرمخ بیولو چاری یو څه ستونزمنی وی نو خپل مسلک ته می تغیر ور کړ او اوس دلته په ویرجینیا کی د فرنیچر د خرڅلاوو څو مغازی لرم او پوره خوښ یم.

په پیل کې دلته د نوی کلچر او فرنگ سره سړی یو څه ستونزی لري، خو بیا وروسته ورو ورو آسانیږي.

مونږ څلور وروڼه یو ټول ډیر سخت کار کوو اوس مو تجارت ښه شوی دی او کله ناکله افغانستان ته هم خپلی مرستی استوو او له بی وزله خلکو سره هلته کومک کوو.

په امریکا کی د نورو آزادیو تر څنگ د مذهب پوره آزادی هم موجوده ده. هر څوک کولای شی پدی هیواد کی خپل دینی مناسک په ډاډه زړه په آزاده فضا کی تر سره کړي.

په امریکا کی د هر مذهب وگړی ژوند کوی د امریکا مسلمانان په عمومی ډول، د امریکائی پراخی ټولنی ژوند ته په مثبت نظر گوری. د دوی اکثریت په امریکا کی د خپلی ټولنی ژوند په نړی کی تر بل هر ځای ښه انگیري.

علی محمد چی د افغانستان څخه دلته راغلی د امریکائی ټولنې له ټولو ښیگڼو او آزادیو سره سره له ځنیو آزادیو څخه سر ټکوی او وايي:

(.. په دی هیواد کی زیاتی ښیگڼی مو جودی دی د هر شی آزادی موجوده ده د بیان آزادی د مذهب آزادی خو ځنی داسی آزادی گانی هم شته چی زه ور سره مخالف یم لکه د همجنسانو تر مینځ واده کول او داسی نور زما په نظر ښځه باید د نارینه او نارینه باید د ښځی سره واده وکړی.)

هغه کډوال چې امریکا ته په قانونی اسنادو راځي، د امریکا د حکومت له خوا دوی ته د ژوند په هره برخه کی زیاتی آسانتیاوی برابریږی. له دی آسانتیاوو څخه یوه ئی هم روغتیائی بیمه ده چی د کم عایدو کډوالو لپاره د حکومت له خوا ور کول کیږی

والریه تېری چی د السلوادور نه پنځه کال مخکی امریکا ته را کډواله شوی او اوس څه روغتیائی ستونزی لری خپل نظر پدی هکله داسی څرگندوي:

(.. زه د بډوډو تکلیف لرم دلته په امریکا کی له ماسره د درملو او ډاکتر زیاته مرسته کیږی. زه روغتیایي بیمه لرم او په وړیا توگه می در ملنه کیږی زه د خدای شکر ادا کوم چی په امریکا کی اوسیږم چی د مریضی تداوی می کیږی که چیری اوس زه په خپل هیواد السلوادور کی وای نو شاید چی زه به اوس مړه شوی وای امریکا د کډوالو کور دی او ټولو ته په یوه سترگه کتل کیږی.)

افغان کډوال سلطاني چې په زیار او زحمت یې ښه ژوند ترلاسه کړي.

افغانان باید سخت کار وکړی تر څو خپل هدف ته ورسیږی زه دلته داسی افغانان پیژنم چی دیرش کاله کیږی چی په امریکا کی ژوند کوی خو تر اوسه د هیڅ شی او سرمائی خاوندان ندی او داسی خلک هم پیژنم چی کار کوی او زحمت اوباسی او له لسو کالونونه په کمه موده کی اوس دوی د ښه کار او تجارت خاوندان دی زه افغانانو ته دا پیغام لرم چی د چا مرستی ته دی تمه او انتظار و نلری پخپله دی زیار او زحمت اوباسی او کار دی وکړی تر څو هوسا او بریالی اوسي.

XS
SM
MD
LG