د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن پوسټ: د کرزي بلنه خلک حیران او بې اتفاقه کوي


د واشنگټن پوست ورځپاڼه د پنجشنبې په گڼه کې لیکي د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي لخوا طالبانو ته بلنه چې په پسرلي کې د سولې په جرگه کې برخه واخلي او دا چې ددغې جرگې نه به څه تر لاسه شي د افغانستان د قضیې د مختلفو کړیو او د حکومت په دننه کې د مختلفو خواوو اختلافاتو ته لمن وهلې ده.

ورځپاڼه زیاتوي په داسې حال کې چې د افغان ، ناتو او امریکايي پوځونو عملیات په هلمند کې دوام لري او دوی ځانونه دې ته چمتو کوي چې په کندهار کې ستر عملیات پیل کړي، د اوباما اداره غواړي د افغانستان حکومت د مخالفینو سره خپلې خبرې ترهغه وخته پورې وځنډوي چې پوځي پرمختگ د ائتلافي قواوو په گټه بدلون ومومي. خو بریتانیا چې په افغانستان کې د امریکا یوه عمده متحده ده، د داخلي فشارونو په سبب غواړي د مخالفینو سره خبرې باید ژرتر ژره پیل شي.

دغه وروستی نظر د امریکا ځنې پوځي مشران هم تاییدوي.

دوی وايي چې شاید همدا سږ کال ددغو مذاکرو پروسه پیل شي.

واشنگټن پوست د یوه جگ پوړي امریکایی افسر له خولې لیکي چې دا به د تعجب وړ خبره نه وي چې د طالبانو یو غټ مشر د افغانستان له جنوبي برخو نه په پارلمان کې لاره پیدا کړي، او دا بده خبره نه ده.

ورځپاڼه لیکي شاید ددغو خبرو یو هدف داوي چې د دښمن په صفوفو کې نفاق گډ کړي.

اوس یوڅه داسې نښې نښانې لیدلې کیږي چې د طالبانو ځنې مشران ممکن د ملاعمر نه ځان جلا کړي، که څه هم تراوسه پورې طالبانو په رسمي ډول ویلي دي تر هغه پورې د افغانستان د حکومت سره خبرو ته نه دي چمتو تر څو بهرنیان یا ددوی په خبره کافران له ملکه نه وي وتلي.

واشنگټن پوست لیکي، د لندن په کانفرانس کې کرزي له طالبانو نه په جدي ډول د خبرو غوښتنه وکړه.

ډیرو خلکو داسې فکر وکړ چې دا ځلي ممکن خبرې جدي وي او یا حتې همدا اوس دغه خبرې روانې وي.

دې سره ځنو کړیو او حتی د بشري حقوقو ځنو ادارو ددې نه خبرداری ورکړ چې ممکن حکومت د طالبانو ځنې زیاتۍ هیرې کړي او دوی ته د حکومت په مشرتابه کې ځای ورکړي.

د افغانستان د بشري حقوقو د خپلواک کمسیون مشرې، سیما ثمر غږ وکړ چې په دغه کار سره به دغه خبره نوره هم جوته شي چې په افغانستان کې هیڅ چاته نه د تیرو جنایاتو په خاطر او نه هم د راتلونکي جنایاتو په سبب کومه جزا ورکوله کیږي.

هرڅوک چې هرڅه وکړي نو هغه کولی شي په حکومت کې برخه واخلي.

د واشنگټن پوست په خبره ځنې خلک داسې اندیښنه لري چې که چېرې ځنې خواوې په کرزي فشار راوړي چې د مخالفینو سره جدې خبرې پیل کړي، ممکن دغه کار د افغانستان حکومت بې ثباته کړي.

واشنگټن پوست په یوه بله مقاله کې خبر ورکوي چې د افغانستان استخبارات په کابل کې د وروستیو چاودنو مسئولیت په پاکستان کې میشت لشکر ‍طیبه په غاړه اچوي.

په دغو حملو کې دوه میلمستونونه په نښه شوي وو.

ورځپاڼه لیکي که چیرې دغه تور درست وخیژي نو دا کار به د دغې ډلې په حملو کې چې پخوا د کشمیر د ازادی له پاره جنگیدله یو ستربدلون وي.

هند دغه ډله د تیرکال د ممبیي په پیښو کې دخیله گڼي.

ورځپاڼه د افغانستان د ملي امنیت د ویاند سید انصاري له خولې لیکي چې دغه ډله په دې سبب په دې حملو کې دخیله ده چې د ځان مرگي بریدکونکو غړو په اردو خبرې کولې او دوی د هندي اهدافو پسې گرځیدل.

طالبانو پخوا ددغو حملو چې په کې شپاړس کسان ووژل شول مسئولیت منلی ؤ.

ورځپاڼه لیکي د افغانستان د ملی امنیت له دغې نتیجه گیرۍ سره ځنې نور متفق نه دي.

د امریکا د پوځ استخباراتي کړی وايي ممکن په دغه حمله کې د حقاني ډله لاس ولري.

خو د هند ځنې مامورین وايي چې کیدای شي دغو دواړو ډلو په گډه دا کار سرته رسولی وي.

واشنگټن پوست لیکي که چیرې واقعاً دا د لشکر طیبه کار وي نو دغې حملې به د سولې په هغو خبرو اغیزې وکړي چې د هند او پاکستان تر منځ روانې وي.

هند تیروخت په کابل کې د خپل هیواد په سفارت باندې د حملو تور د پاکستان په ای اس ای اچولی ؤ.

د امریکا د پوځي استخباراتو یو مشر ویلي دي چې په دې وختونو کې د لشکر طیبه ډیر شمیر جگړه ماران د افغانستان په جنوب کې لیدل شوي دي تر څو جنگي تجربه حاصله کړي.

د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې بیا د مارچ ددریمې نیټې په گڼه کی لیکلي دي چې امریکا او انډیوالانو یې پتیلې ده چې د افغانستان په جنوب کې د قوماندې یو بل مرکز جوړ کړي او دا کار په کندهار باندې د سترو عملیاتو پیلامه کیدلای شي.

د امریکا د پوځ سترپوځیان وايي چې دغه قومانداني به په هلمند کې ټولې پوځي چارې ښې سمې کړې.

په دې کار سره به د بریتانیې پوځ خپله پاملرنه په کندهار کې متمرکزه کړي، او هغه دیرش زره نور امریکايي عسکر چې افغانستان ته روان دي هغوی به د کندهار په عملیاتو کې برخه واخلي.

کندهار د افغانستان دوهم ډیر مهم ښاردی او طالبان ددغه ځای نه راپورته شوي دي.

وال ستریټ ژورنال لیکي، امریکايي او بریتانوي پوځیان وايي، دوی غواړي د کندهار ښارنه یو امنیتي کمر بند تاو کړي تر څوپه دغه ښار کې امنيتي او نوردولتي کارکونکي په ارام زړه خپل کار وکړي.

د مارجې د ستروعملیاتو نه وروسته ډیر خلک داسې انگیرې چې دغه عملیات په اصل کې د کندهار د عملیاتو لپاره د زمینې د برابرولو په غرض شوي دي.

XS
SM
MD
LG