د لاس رسي وړ اتصالات

په صوبه سرحد کې ۳۰ تنه یاغیان وژل شوي


پاکستاني امنیتي قواوو پرون د پنجشنبې په ورځ د صوبه سرحد د مهمندو په سیمه کې چې د افغانستان سره سرحد ته نېږدې موقعیت لري، لږ تر لږه ۳۰ یاغیان وروسته له هغه ووژل چې د څه دپاسه ۱۰۰ تنو یاغیانو له خوا پر یوې امنیتي پوستې باندې حمله وشوه.

په دغو نښتو کې یو پاکستانی عسکر ووژل شو او څلور نور ټپیان شول.

دغه راز په افغانستان کې دوو وسله والو کسانو چې پر موټر سایکلونو باندې سپاره وو، د یوه ساختماني شرکت پنځه پاکستاني کارکونکي ووژل. دغو پاکستانیانو د کندهارد ښار او پنجوایي د ولسوالۍ ترمینځ پر غځیدلي سړک باندې کار کاوه.

د یوه بل خبر له مخې په افغانستان کې د آمریکا یوه جګپوړي قوماندان ویلي دي چې داسي سملاسي پلان نلري چې د مارجې د ولسوالۍ څخه ۴ زره آمریکايي عسکر راوباسي.

د آمریکا د سمندري قواوو د قول اردو برید جنرال لارینس نیکولسن چې پرون د پنجشنبې په ورځ یې د سټلایت په وسیله د افغانستان څخه په واشنګټن کې د خبریالانو سره خبري کولې، وویل چې قواوو د طالبانو دغه پخوانی مورچل تر زیاته حده خوندي کړی دی.

په عین حال کې په افغانستان کې د ناټو او آمریکايي قواوو عمومي قوماندان سترجنرال ستینلي مکریستل ته په ټول افغانستان کې د ناټواو آمریکايي قواوو اوپراتیفي کنټرول ورکړل شو چې په دې سره به یواځي هغه قواووې د جنرال مکریستل تر کنټرول لاندې نه وي چې خاص عملیات ترسره کوي او یوه قطعه به چې د بندیانو چارې یې په غاړه دي هم د هغه ترلاس لاندی نه وی.

XS
SM
MD
LG