د لاس رسي وړ اتصالات

کای آیډه بیا د طالبانو سره د سولې د خبرو پر مسلې ټینګار وکړ


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو خاص استاځي ( کای آیډه) چی په هغه ملک کې یی د کار دوره ختمه شوې،وروستی وینا کرې او خپل دا نظر یې بیا تکرار کړی دی چې وایي د افغانستان د شخړو او جنجالونو د له منیځه وړلو دپاره د طالبانو سره روغه جوړه ضروري ده.

آیډه نن په هغه کنفرانس کې وینا وکړه چی په افغانستان کې د ښځو د ژوندانه په ښه کیدو کې د قوانینو د جورولو په باب جوړشوی و. هغه دا اندېښنه وښودله چی د روغې جوړې په دې خبرو کې به ښځې زیاته قرباني ورکړي

( کای ایډه) د افغانستان د حکومت نه وغوښتل چی مدني ټولنو او د ښځو سازمانونو ته زیات مهم نقش ورکري او ښځوته دي اجازه ورکري چی په دې خبرو کې فعالانه برخه واخلي. وروسته د افغانستان جمهور ریْس حامد کرزي د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د ناروې دغه ډیپلومات ته د درناوي څرگندولو په وخت د(میرمسجدی خان میډال) چې په افغانستان کې په ډیرو لوړو جایزو کې شمیر کېږي، ورکړ

(کای آیډه) دو کاله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مشر و. د هغه پر ځای به د سویډن ډیپلومات ( سټافان ډی میستورا) مقرر شي.

XS
SM
MD
LG