د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: په هوايي بمبارۍ کې د طالبانو لوړپوړي قوماندانان وژل شوي


پاکستان وايي چې په دې باور لري چې په یوه هوايي حمله کې به د طالبانو څو لوړپوړي قوماندانان وژل شوي وي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ( رحمان ملک) نن دا تایید کړه چې د طالبانو قوماندان ( فتح محمد) په هغو ۲۵ یاغیانو کې و چې د پاکستان توپ لرونکو هلیکوبترو د مومندو په قبایلي سیمه د هغوی د پټیدو په ځای باندی حمله وکړه

هغه مطبوعاتو ته دا هم وویل چې دا به د حیرانتیا خبره وي چې څوک ووايي چې د پاکستاني طالبانو یو مهم مشر ( مولوی فقیر محمد) او قوماندان ( قاري ضیا الرحمن) د دې حملې نه بچ شوي دي.

مولوي فقیر محمد د تحریک طالبان ډ ډلې د مشر مرستیال او په باجوړ کې د دغې ډلې مشر دی. داسي ویل کېږي چې هغه د القاعدې دوهم مشر ( ایمان ظواهري) ته ډیر نېږدې دی. کارپوهان وايي چې که د دی خلګو د وژل کیدو خبر تایید سي نو هغه به په پاکستاني طالبانو باندی یو لوی وار وي چې په ټول پاکستان کې یې په حملو کې په سلګونو خلګ وژلي دي.

XS
SM
MD
LG