د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیې صدراعظم ګورډن برون افغانستان ته تللی


د بریتانیې صدراعظم ( ګورډن براون) افغانستان ته ناڅاپي سفر کړیدی.

براون نن افغانستان ته ورسیده او د هلمند په ولایت کې یې د بریتانیوي عسکرو سره وکتل. هغه ددغو عسکرو څخه د دوی د هغه نقش په خاطر مننه وکړه چې په مارجې باندې د فیبرورۍ د میاشتې په تعرضي عملیاتو کې یې لوبولی دی.

دغه راز ښاغلي برون په افغانستان کې د میشتو بریتانیوي عسکرو سره ژمنه وکړه چې اضافي تجهیزات او منابع به وربرابرې کړي.

د بریتانیې صدراعظم د جمعې په ورځ په لندن کې د بریتانیې د هغې فیصلې دفاع وکړه چې په عراق باندې د حملې دپاره یې کړې وه. هغه کله چې په کال ۲۰۰۳ کې بریتانیوي عسکر عراق ته داخل شول د بریتانیې د خزانې وزیر و او په دغه جګړه کې یې د بریتانیوي عسکرو د لګښتونو په باب فیصلې کولې.

افغانستان ته د دې سفر په باب، هغه د محافظه کارانو هغه انتقادونه رد کړل چې وايي ده دا سفر د دې دپاره وکړ چې د عراق د جګړې په باب د پوښتنونه د خلګو توجه بلي خوا ته واړوي. ښاغلي برون وویل چې ده د څه وخت را په دیخواه د دې سفر پلان درلود.

بریتانیوي عسکر د عراق نه وتلي دي خو تقریباْ ۱۰ زره تنه یې په افغانستان کې د آمریکا او ناټو د قواوو سره دي.

XS
SM
MD
LG