د لاس رسي وړ اتصالات

گیټس: افغانستان کې سخت جنگ مخې ته پروت دی


د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس نن د دوشنبې په ورځ کابل ته تللی دی او هلته یې ویلي یې دي چې افغان او نړیوالې قواوو مخې ته سخته جګړه پرته ده.

رابرت ګیټس نن د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته د وینا پر مهال د ناټو وروستي بریالیتوبونه وستایل چې په هغې کې د طالبانو نه د مارجې د ولسوالۍ بیرته نیول هم شامل دي.

همدارنګه په افغانستان کې د امریکا او ناټو قواوو عمومي قوماندان ستر جنرال سټنلي مکرسټل ویلي دي چې د افغانستان په جنوب کې دیره ګډې قواوو به په راتلونکو څو میاشتو کې په تدریجي ډول سره راټولي شي او د کندهار ولایت به هم خوندي کاندي. کندهار ولایت هم د افغانستان په جنوب کې د طالبانو قوي مورچل دی.

دا د هغه وخت نه راپدیخوا چې د امریکا جمهور رییس براک اوباما اعلان وکړ چې افغانستان ته به نور دیرش زره امریکایي عسکر استوي ، د رابرت ګیټس لومړی سفر دی چې افغانستان ته یې کوي.

له بلې خوا محلي چارواکو ویلي دي چې جګړه مارانو د خوست په ولایت کې په یوه حکومتي ودانۍ باندې د وسلو او چاودنو حملې کړیدي. تر دې دمه د پیښې په اړه پوره معلومات ندي تر لاسه شوي خو چارواکي وایي چې پولیسو حمله کوونکي محاصره کړیدي.

دا د هغه وخت نه راپدی خوا چې د امریکا جمهور رییس باراک اوباما اعلان وکړ چې افغانستان ته به نور دیرش زره امریکایي عسکر استوي ، د رابرت ګیټس لومړی سفر دی چې افغانستان ته یې کوي.

رابرت ګیټس همدارنګه ایران ته خبرداری ورکړ چې د طالبانو سره مرستې کوي. هغه وویل ایران باید پدې پوه شي چې د امریکا د متحده ایالاتو عکس العمل به هغه څه نه وي چې ایران یې خیال لري.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جیوف مورل د ګیټس د تبصرو نه وروسته وویل چې د دفاع وزیر رابت ګیټس یوازې په افغانستان کې دننه د امریکا اقداماتو ته اشاره کوله او د ایران سره یې د یوې پراخې جګړې هدف نه ؤ.

ګیتس ایران پدې ملامت کړ چې په افغانستان کې دوه مخی رول لوبوي، هغه وایي چې له یوې خوا ایران د افغانستان د حکومت سره دوستي کوي خو له بلې خوا په هغه هیواد کې د امریکا هڅې کمزورې کوي.

XS
SM
MD
LG