د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د سولی مشورتي ملی جرګه جوړیږی


د پوهنی وزیر ډاکټر فاروق وردک چی پدی وروستیو ورځو کی جمهور ریس کرزی ورته د افغانستان د سولی د ملی مشورتی جرګی د تخنیکی چارو ریاست هم ورسپارلی دی د دوشنبی په ورځ د ولسی جرګی عمومی غونډی ته وویل چی د سولی مشورتی ملی جرګه به د راروان کال د ثور په ۹په کابل کی د لوی جرګی په خیمه کی د نږدی ۱۲۰۰استازو په ګډون جوړه شی ډاکټر وردک وویل چی دا جرګه د دریو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره جوړیږی.

((مشوره مفاهمه اود دوامداری سولی لپاره د افغانستان ملت سره موافقه دوهم د مخالفانو سره د مفاهمی لپاره په چوکاټ باندی موافقه دریم د مخالفانو سره د مفاهمی لپاره د یو میکانیزم په برابرولو موافقه ))

ډاکټر وردک وویل چی پدی جرګه کی به د افغانستان د پارلمان د دواړو مجلسونو د ټولو استازو د ګډون سربیره د ۳۴ ولایتونو د ولایتی شوراګانو ۵۷ استازی ۳۴ والیان د افغانستان د علماو د شورا ټول غړی د افغانستان د هری ولسوالی نه یو یو قومی مشر ۲۰ تنه تعلیم یافته میرمنی ۳۰ تنه د کوچیانو استازی ۱۵ تنه د معیوبینو استازی ۸۰تنه په ایران او پاکستان کی د میشتو افغان مهاجرینو استازی او هم د مدنی ټولنو استازی برخه ولری.

د سولی د ملی مشورتی جرګی د تخنیکی چارو دغه چارواکی ددی جرګی په پاتی غړو کی د کابینی غړی دجمهورریس سلاکار وزیران د ستری محکمی ریس او غړی او د خپلواکو ادارو ریسان یاد کړل وویل چی ددغی جرګی د جوړولو لپاره پیسی د افغانستان د حکومت د بودجی نه بیلی شوی دی.

ډاکټر وردک د ولسی جرګی غونډی ته وویل چی د سولی د ملی مشورتی غونډی په لمړی او وروستی غونډو کی به تر ۲۰۰ پوری بهرنی میلمانه په کابل کی میشت بهرنی سفیران او دپلوماتان هم برخه واخلی.

ولسی جرګی د حکومت له خوا د جرګی ترکیب وستایه پدی مسله د غړو له خوا د اوږدو خبرو وروسته د سولی د جرګی د جوړیدلو نه وکیلانو ملاټړ اعلان کړه. د ولسی جرګی ریس محمد یونس قانونی د دوشنبی د ورځی د ولسی جرګی د پای غونډی ته په وینا کی وویل چی د اساسی قانون له مخی د جمهور ریس د خلکو د رایو د معلومولو لپاره جرګی رابللی شی خو هغه په ټینګار وویل چی په کار دی د جرګی د جوړیدلو په وخت حکومت د پارلمان نظریو او وړاندیزونو ته جدی پاملرنه وکړی.((جرګه دی جوړه شی په همدی ترکیب دی جوړه شی ))

جمهور ریس کرزی د روان عیسوی کال په سر کی په لندن کی د افغانستان په هکله نړیوال کنفرانس ته په وینا کی خپلو مخالفو وسلوالو سره د پخلاینی لپاره د سولی د یوی جرګی د جوړیدلو وړاندیز کړی وه چی په دغه کنفرانس کی د امریکا او برتانیا د استازو په ګډون د نږدی اویا هیوادونو استازو ورځینی ملاټر څرګند کړه خو د افغانستان د حکومت مخالفو وسلوالوپه افغانستان کی د بهرنیو عسکرو د شتون تر وخته د جمهور ریس کرزی د حکومت سره د سولی هر ډول خبری ردی کړی دی او د سولی د هرډول خبرو د پیلیدو دمخه یی افغانستان نه د بهرنیو عسکرو د وتلو غوښتنه کړیده چی د هغوی دا غوښتنه هم جمهور ریس کرزی او هم په افغانستان کی میشو نړیوالو قواوو د پوځی چارواکو له خوا رده شوی ده.

XS
SM
MD
LG