د لاس رسي وړ اتصالات

فلسطین او اسرایل د سولې خبرو ته چمتوالی نیسي


(عکس: AP) د امریکا د جمهور رییس مرستیال جو بایډن د اسرایلو سره ژمنه وکړه چې امریکا یی د خوندیتوب لپاره پوره متعهده ده. هغه دا خبرې پداسې حال کې وکړې چې اسرایل او فلسطین د سولې د غیرې مستقیمو خبرو لپاره چمتو کېږی.

بایډن دغه تبصرې نن د سه شنبې په ورځ په بیت القدس کې د اسرایلو د صدر اعظم بینجامین نیتن ياهو او د جمهور رییس شمعون پیرېز سره د خبرو نه وروسته وکړلې.

د هغه وخت نه راپدیخوا چې څه د پاسه یو کال وړاندې باراک اوباما د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست چارې په لاس کې اخیستې دي، جوبایډن لومړنی امریکایي چارواکی دی چې په لوړه سطح اسرایلو او لویدیځې غاړې ته سفر کوي.

تمه کېېږی چې جو بایډن به نن د سه شنبې په ورځ ناوخته د اسرایلو د صدر اعظم بینجامین نیتن یاهو سره وګوري او سبا د چارشنبې په ورځ به په رماله کې د فلسطین د جمهور رییس محمود عباس سره هم وګوري.

امریکایي چارواکو پرون د دوشنبې په ورځ ویلي ؤ چې فلسطین او اسرایلو دا منلې ده چې د امریکا په منځګړتوب به د سولې غیرې مستقېمې خبرې پیل کړي.

تر دې دمه د خبرو د پیل لپاره کومه نیټه نده ټاکل شوې خو د منځني ختیځ لپاره دامریکا د متحده ایالاتو خاص استازي جورج میچل هیله ښودلې ده چې د غیرې مستقیمو خبرو په برکت به زر تر زره د مستقیمو مذاکراتو لپاره هم لاره هواره شي.

XS
SM
MD
LG