د لاس رسي وړ اتصالات

ننگرهار: قومي شخړه کې ٢٠ تنه وژل شوي


لږترلږه شل تنه ولسي کسان دننګرهار په ولايت کې ديوې قومي شخړې په ترڅ کې وژل شوي او یا زخميان دي.

دا پیښه د اچين په سرحدي ولسوالۍ کې شوې. د ننگرهار د ولايت وياند احمدضيا عبدالزي په وينا دغه شخړه د شينوارو د دوو خیلونو ترمنځ له شاوخوا لس ورځو راپه دې خوا په سيمه کې د يوې دښتې پر سر رپورته شوې وه. د نوموړي په وينا ددغې شخړې دحل لپاره له مرکزه هم يو هيت راغلى و.

دى وايي نند دغو هڅو وروستۍ ورځ وه اوپه پام کې وه چې دغه شخړه نن پاى ته ورسېږي .خوترغرمې وړاندې د دواړو لوريو ترمنځ شخړه رامنځته شوه چې په دغې شخړه کې شاوخواشل تنه زخميان اوووژل شول.

دى وايي زخميان څه دسيمې په روغتون کې تر علاج لاندې ونيول شول اوځه هم دزخمونو دزياتوالي له امله دننګرهار روغتون ته را انتقال شول.

اخوابياددې سيمې دروغتون مشرډاکتر نورمحمدشينواريوويل چې له دې پېښې ورته ١٧زخميان رسول شوي .درې تنه په دې پېښه کې وژل شوي دي .دى وايي په زخميانوکې درې تنه پوليس دي.

ډاکتر نورمحمد وايي دوي په روغتون کې ددغې پېښې لپاره اضطراري حالت اعلان کړى دى.

او هره شېبه دپېښې دزخميانو دډېرېدو احتمال ويني .تر دغې پېښې وړاندې هم ددښتوپرسر دقومونواوقبيلوترمنځ شخړې شوې دي.

خودغه شخړه تر نوروهغو ټولو زياته درنه اودزياتو انساني تلفاتولرونکې وه.

کتونکي دداډول پېښو رامنځ ته کېدل دمحلي ادارې يوه کمزوري بولي ددوي په وينا دافغانستان په زياتروسيمو کې دځمکې مافيايي ګرپونو ددغه هېواد زياتره دښتې په خپل سر وويشلې اويايې قومونه سره دښارګوټو جوړولوپه نوم په خپلومنځو کې سره په ويش مورچو کې کېنول.

دوي وايي په ننګرهار کې تر دامهاله چې کومې پروژې دښارګوټو په نومونو پيل شوي هغه زياتره دزورواکو له خوا لاندې شوي اويوه اندازه زراعتي ځمکه هم دزورواکو له خوا لاندې شوې ده .دکتونکيو په ينا هره ورځ زراعتي ځمکې اودولتي دښتې دزورواکو له خوا لاندې کېږي.

XS
SM
MD
LG