د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د ایډز ناروغي زیاته شوې


دخوست دعامې روغتيا درياست وايي پدې ولايت د ايډز دوژونكي ناروغۍ پېښې زياتې شوې او تر دې دمه يي لس تنه وژلي دي .

دخوست دعامې روغتيا د رياست چارواكي وايي چې په خوست كې يي دايچ اي وي يا ايډز دوژونكې ناروغۍ څرك موندلي او نيږدي پنځوس تنه پدغه ناروغې اخته دي .

ډاكټران وايي چې پدې ناروغۍ اخته كسانو ته شرم ښكاري او نه غواړي چې ډاكټر ته ورشي، خپل معاينات وكړي او يا هم له چا سره دخپلې ناروغۍ راز شريک کړي .

دخوست دعامې روغتيا رييس ډاكټر اميربادشاه رحمت زۍ منګل هم د ډاكټرانو خبرې منې او وايي چې دقيقه شميره يي نده ورته معلومه خو دا يو حقيقت دې چې په خوست كې يو شمير كسان دايډز په وژونكې ناروغۍ اخته دي او دا ناروغې دخوريدو په حال كې ده .

منګل زياتوې دوې هڅې پيل كړي چې په خوست كې دايډز د ناروغې د خوريدو مخه ونيسي او پدې اړه ېې دعامې روغتيا له وزارت څخه غوښتنه كړي چې دايډز دناروغې دمعايناتو او درملنې لپاره يو مجهز مر كز ورته جوړ كړي ترڅو تر يوه بريده ددغه لوي افت مخه ونيول شي .

دخوست دعامې روغتيا رييس ډاكټر امربادشاه رحمت زې منګل په خوست كې دايډز دپيدا كيدو او خوريدو دلاملونو په اړه وايي چې زياتره كسان دخوارې او مزدورې لپاره نورو بهرنيو هيوادونو ته سفرونه كوي چې يو شمير يي هلته دبيلابيلو لارو دايډز په ناروغې اخته كيږي او كله چې بيرته هيواد ته راستانه شي نو د دوديز له شرم له مخې دخپلې ناروغې راز له چاسره نه شريكوي او نه هم دمعايناتو لپاره روغتون ته مراجعه كوي چې ددغه ناروغ بي پروايي بيا دهغه په كورنې كې نور كسان په ايډز اخته كوي .

ډاکټررحمت زي منګل زياتوې که دغه ناروغي په دقيقه توګه ونه څيړل شي او پدې برخه كې عامه پوهونه ونشي او په ايډز اخته كسان روغتونو ته لاړ نه شي نو په نږدې راتلونکي کې به په خوست کې د دا ډول کسانو شمېر لا پسې زيات شي او يو لوی انساني ناورين به رامنځته کړي .

دخوست په ولايتي روغتون كې يو تن ډاكټر قادر وايي پدغه ولايت کې تر څلويښتو زيات کسان شته چې د ايډز په ناروغۍ باندې اخته دي خو د دوديز شرم له مخې نه غواړي چې ځانونه افشا كړي.

ده له دا ډول ناروغانو غوښتنه وكړه چې خپل معاينات وكړي او د درمنلي په موخه روغتيايي مرکزونو ته مراجعه وکړي ترڅو له يوې خوا دد وى درملنه جريان پيدا كړي او له بلې له دوى څخه دغه ناروغي نورو روغو كسانو ته خپره نشي .

دروغتيا د کارپوهانو په وينا كه په خوست کې د ايډز د خطرونو او ديو انسان څخه بل انسان ته د هغې په انتقال عام خلک ونه پوهول شي نو په راتلونکو څو کلنو کې به زيات شمېر خوست ميشتي پدې مرض اخته شي چې بيا به يې هغه مهال درملنه او کنټرول زيات مشکل کار وي .

د يادولو وړده چې خوست يو له هغو سرحدي ولايتونو څخه دى چې زياتره اوسيدونکي يې د مزدورۍ لپاره بهرنيو هېوادونو او په ځانګړي ډول متحده عربي اماراتو ته سفرونه کوي او هلته د ډېرې مودې له تېرولو وروسته درخصتيو د تيرولو لپاره راستنيږي او بيرته په سفر ځې .

XS
SM
MD
LG