د لاس رسي وړ اتصالات

احمدي نژاد: امریکايي پوځونه افغانستان ته سوله نه راولي


(عکس: AP) د ایران جمهور ریس محمود احمدی نژاد دافغانستان او ایران په منځ کی د اړیکو د پراخولو په منظور افغانی مشرانو سره دخبرو لپاره کابل ته رسیدلی دی. احمدی نژاد نن کابل ته په داسی حال کی ورسیده، چې د امریکی د دفاع وزیر رابرټ گیټس خپل سفر پای ته رساوه.

د ایران جمهور ریس محمود احمدی نژاد کابل ته د چار شنبی په ورځ په سمی سفر راغی او په ارګ کی یې د جمهور ریس سره د خبرو وروسته د هغه سره په یو ګډ خبری کنفرانس کی هم برخه واخستله.

وروسته د ایران جمهور ریس د افغانستان د پارلمان د ریس محمد یونس قانونی او یو شمیر وکیلانو سره هم وکتل. دواړو جمهور ریسانو د افغانستان او ایران په اوږدو تاریخی اړیکو ټینګار وکړ، د ایران جمهور ریس وویل چی ددغو دواړو هیوادنو هر څه سره شریک دی: "ګډ تاریخ ګډ فرهنګ ګډ تمدن ګډ دوستان ګډ دښمنان او ګډ سرنوشت لری"

د چهارشنبی د ورځی په دغه ګډ خبری کنفرانس کی زیاتی خبری د ایران جمهور ریس وکړی هغه پدغه خبری کنفرانس کی د خپلو نړیوالو مخالفانو په خاصه توګه امریکا په خلاف څرګندونی وکړی په افغانستان کی یی د نړیوالو قواو شتون تر پوښتنی راوست او ادعا یی وکړه چی نړیوال قوتونه افغانستان ته د دغه هیواد د امنیت لپاره ندی راغلی بلکه د آحمدی نژاد په وینا د نورو اهدافو د پره کیدلو لپاره چی هغه یی نوم وانخست راغلی دی.

احمدی نژاد پرته لدی چی د امریکا نوم واخلی وویل چی هغه ترورستان چی دا هیواد یی نیولو پسی ګرځی همدی هیواد پیدا کړی او روزلی او مالی او استخباراتی مرستی یی ورسره کړی دی.

احمدی نژاد د امریکا د دفاع وزیر د هغو څرګندونو په ځواب کی چې ایران یی په افغانستان کی په دوه ګونی رول لوبولو تورن کړی وه پخپله په امریکا عین تور ولګوه ادعا وکړه نړیوال قوتونه به هیڅکله هم هغه ترورست چی هغوی وريسی افغانستان ته راغلی ونه نیسی او دا ځکه چی د احمدی نژاد په وینا امریکا په افغانستان کی دوه ګونی لوبه پر مخ بیایی.

"ولی هغوی دلته راځی د تروریست سره مبارزه کوی خو نه بریالی کیږی زما په نظر علت یی دادی چی هغوی په دوه ګونی لوبی بوخت دی"

د ایران جمهور ریس وویل چی په افغانستان کی به هیڅکله د نړیوالو قواو په شتون امنیت ټینګ نشی او داځکه چی د احمدی نژاد په وینا په افغانستان کی د تروریزم په نوم د روانی مبارزی په دغه هیواد کی افغانان زیان وینی هغه وویل چی تر هغی چی د عامو خلکو او ترورستانو ترمنځ جداوالی رانشی تر هغی دا مبارزه نشی بریالی کیدلی . د ایران جمهور ریس د دغه حکومت د مخالف سنی مشر عبدلمالک ریګی په نیولو کی ورسره مرسته کړی ده.

هغه وویل چی په افغانستان کی د ریګی د اوسیدنی په وخت هغه د افغانستان حکومت سره کومی اړیکی نلرلی او د افغانستان په جعلی اسنادو یی سفر کاوه.

د ایران جمهور ریس د ریګی د نیولو په وخت چاته د مرګ ژوبلی د نه رسیدلو له امله خپل استخبارتی اداری وستایلی او یې ویل چی په کار دی په افغانستان کی د تروریزم سره مبارزه هم د استخباراتی ادارو لخوا ترسره شی.

جمهور ریس کرزی چی په دغه خبری کنفرانس کی کم وغږیده په امریکا او په افغانستان کی په میشو قواویی د احمدی نژاد د پرله پسی انتقادونو وروسته په افغانستان کی د امریکا او نړیوالو قواوو د شتون نه دفاع وکړه.

هغه وویل چی آمریکا په افغانستان کی د یولړ اهدافو ترسره کیدلو لپاره ارغلی چی افغانستان هم پدی اهدافو کی ورسره شریک دی:

"د هر هیواد په څیر افغانستان د خپلو ټولو ګاونډایانو سره د دوستی غوښتونکی دی او د هر هیواد په څیر افغانستان نه غواړی چی د خپلی خاوری نه یی ګاونډیان یو د بل په خلاف کار واخلی او افغانستان نه غواړی چی ګاونډیان یی د نورو سره په افغانستان کی په جګړه بوخت اوسی"

د ایران جمهور ریس ددغه یو ورځني سفر په پای کی بیرته ایران ته ولاړ او جمهور ریس کرزی د پاکستان د جمهور ریس په بلنه اسلام اباد ته په دوه ورځني سفر روان شوی دی.

XS
SM
MD
LG