د لاس رسي وړ اتصالات

گیټس: ښایي له ټاکلې نیټی وړاندې امنیت افغانانو ته وسپارو


د امریکی د دفاع وزیر رابرټ گیټس وایی شاید چه امریکایی ځواکونهبهپه افغانستان کی د امنیت ساتلو مسوولیتونهد افغانستان امنیتیقواو ته دکال یو دپاسه یوولس میلادی دجولایی دمیاشتید ټاکلی نیټی نه مخکی ور وسپاری.

خو رابرټ گیټس دا خبره هم وکړه چهافغانی قواو ته به دامنیت دساتلو مسوولیتونو سپارل په دی پوریاړه ولړی عملا امنیتی حالتپه افغانستان کی دهغه وخته پوری څومره ښه کیږی. دامریکا د دفاع وزیر په کابل کی افغانی ځواکونودروزلو لپاره دامریکی او بریتانیی دیوه شریکتربیوی مرکزدلیدنی په وخت داتبصره وکړه، چهدافغانستان ددفاع وزیرعبدالرحیم وردگ هم ورسره ملگری ؤ.

جنرال وردگ وویل هیله لری چه دافغانستان امنیتی ځواکونه به دکال یو دپاسه یوولس میلادی داکټوبر پوری دامنیت دساتلو مسولیتونه په خپله غاړه واخلی. هغه زیاته کړه چه افغانان تقریبا په دی خبره باندی دشرم او خجالت احساس کوی چهاوس هم نړیوال ځواکونه لگیا ديدطالبانو سره په جنگ کی خپله وینه تویوی. عبدالرحیم وردگ وویل افغانان غواړی چه خارجیان نور ددیذمه وارئ نهخلاصکړی.

له بلی خوادانگلستان خارجه وزیر ډیویډ میلیبانډنن وویل چهپهدافغانستان کیدامنیت د راوساتلو لپاره به یواځی دنړیوالو قواو کوښښونه کافی نه وی او یواځی یو سیاسی حل کولی شیچه دغه اته کلن جنگ نور پای ته ورسوری.

په دی اړه به ښاغلی میلیبنډ نن دامریکی د کامبریج په ښار کی دماسه چوسیټس دتکنالوژئ په انستیتوت کی وینا وکړی او داتبصره یی هم دهمدغی وینا یوه برخه ده چه نن خپره شوه. د انگلستان خارجه وزیروایی چه دافغانستان حکومت باید دهغه په قول، پهگډه سیاسی حل لپاره په هماغه اندازه پهپورهرغبتاوقوت ددی شخړی د هوارولو ً لپاره یوهسیاسیلاره ولټوی، لکه په کوم قوت او رغبت چه دافغانستان نړیوال ملگری لگیا دي په عسکری او ملکیساحو کی کوښښ کوی. هغه زیاته کړه چهپه یوه داسی حل کیباید ټولوسلهوال مخالفانشامل وی چهغواړیجنگ نور پریږدی او دافغانستان داساسی قانون په چوکاټ او محدوده کی ژوند وکړی.

دانگلستان خارجه وزیر وویل چه ددی شخړی پهحل کی باید افغانستان ټول گاونډیان هم شامل شی.

توقع ده چهجمهور ریس کرزی به داپریل په نهه ویشتمه په کابل کی دسولی یو کانفرانس راوغواړی چی په هغه کی په دی باندی بحث وشی چی طآلبان څنگه بیرته په ملکی ژوندکی له نوروسرهشامل کړی شی.

XS
SM
MD
LG