د لاس رسي وړ اتصالات

کارپوهان: ايران محتاطانه لاسوهنه كوي


ځینې افغان کارپوهان په دې باور دي چې ایران د پاکستان په چارو کې پټه او محتاطانه لاس وهنه کوي.

په كندوز کې سياسي كارپوه عبدالرزاقطوطاخيل وايي چې د افغانستان په داخلي چارو كې د پاكستان لاسوهنه ښكاره ده، مګر ايران بيا ډير محتاطانه لاسوهنه كوي.

طوطاخيل وايي: "د پاكستان لاسوهنه په افغانستان كې ډيره زياته ده او هرڅوك دغه لاسوهنه احساسولاى شي او ايران ډير متاطانه لاسوهنه كوي او په دې كارونو كې له غور نه كاراخلي ، خو پهعمومي توګه د ايران لاسوهنه كمه ده".

هغه د نمونې په توګه د افغانستان دهغو اوبو يادونه وكړه چې له افغانستان څخه ايران او پاكستان ته روانې دي، هغه وايي چې ګاونډي هيوادونه كوښښ كوي چې په افغانستان كې د يو قوي حكومت د جوړيدو مخه ونيسي تر څو په راتلونكې كې ددغو اوبو مخه ونه شي نيولې، طوطاخيل دا هم وايي چې له بله پلوه له افغانستان څخه د ترانزيټي لارې تيريدل او له دې لارې څخهدتجارتي موادو انتقال را انتقال د پاكستان پر تجارتي كاروبار اغيز كوي نو دا هم يو علت كيداى شي.

نوموړې وايي چې د حكومتونو او د عامو خلكو وضعيت هم له يو بل سره توپيرلري، هغه زياتوي چې كه پاكستان په افغانستان كې زياته لاسوهنه كوي مګر عوام خلك يې له افغانانو سره ښې اړيكې لري، مګر ددې پر خلاف بيا د ايران يو شمير خلك چې له افغانانو څخه استفاده كوي له هغوي سره ښه رويه كوي.

عبدالرزاق طوطاخيل وايي: "نظر د پاكستان حكومت او خلكو ته د ايران حكومت او د خلكو برخورد فرق كوي، په پاكستان كې افغانانو دا نه حس كوله چې دوي دې په بل هيواد كې ژوند كوي، د ايران د پوليسو له خوا له افغانانوسره ډير بد وضعيت كيږي او پوچې خبرې ورته كيږي".

پاكستان هغه هيواد دى چې پر افغانستان دروسانوله يرغل وروسته په ميليونونو افغانان پاكستان ته كډه شوي وو، چې تر اوسه هم يو شمير افغانان په پاكستان كې ژوند كوي، مګر په ايران كې د پاكستان په نسبت د افغانانو لپاره سخت شرايط وضعه شوي وو.

XS
SM
MD
LG