د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي په مذاکراتو کې د پاکستان د منځگړیتوب  هرکلی کړی


(عکس: AP) د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي د پاکستان د هغه وړاندیز هر کلی کړیدی چې ویلي یې دي د طالب جنګیالیو سره د روغې جوړې په هڅو کې به د افغانستان د حکومت سره مرسته وکړي.

جمهور رییس کرزي نن د پنجشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د خبرو پر مهال وویل چې پاکستان د روغې جوړې په پروسه کې یو مهم رول لري. هغه دا خبرې د پاکستان د صدر اعظم یوسف رضا ګیلاني سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.

ښاغلی کرزی هیله لري چې د روان میلادي کال د اپریل په میاشت کې د طالبانو سره د روغې جوړې یو کنفرانس جوړ کړي.

د پاکستان صدر اعظم یوسف رضا ګیلاني وویل چې پاکستان به د افغانستان د خلکو سره مرسته وکړي چې پخپل هیواد کې سوله او ثبات راولي.

پاکستان پخوا وړاندیز کړی ؤ چې د افغانستان د حکومت سره به مرسته وکړي چې د طالبانو سره مذاکرات وکړي. طالبان هغه ډله ده چې په 90 یمه لسیزه کې په افغانستان کې د هغوي د واکمنۍ پر وخت یې د پاکستان ملاتړ درلود.

د پاکستان حکومت اوس مهال پخپله خاوره کې د طالب جنګیالیو سره په جګړه اخته دی او څه موده وړاندې یې د طالبانو دویم لوړرتبه مشر ملا عبدالغني برادر هم د کراچۍ په ښار کې ونیوه.

د دغو نیولو سربیره بیا هم زیات شمیر افغانان پدې خاطر د پاکستان نه زړه بدي دي چې پخوا یې د طالبانو ملاتړ کاوه او د طالبانو سره د پخلاینې په هڅو کې د دغه هیواد په نیت باندې شک او تردید لري.

جمهور رییس حامد کرزي پرون د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا پاکستان ته خپله یوه غوښتنه وسپارله او ویې غوښتل چې ملا عبد الغنې برادر دې هغوي ته ورتسلیم کړي خو د پاکستان صدر اعظم یوسف رضا ګیلاني ویلي دي چې اسلام آباد اوس هم پدې اړه غور کوي.

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی پرون د چارشنبې په ورځ پاکستان ته رسیدلی دی او هلته یې د پاکستان د جمهور رییس آصف علي زرداري سره وکتل.

ښاغلي زرداري غږ وکړ چې افغانستان او پاکستان باید چې نړیواله ټولنه دیته وهڅوي چې داسې یو پلان جوړ کاندي چې له مخې یې په سیمه کې جګړه ماري پای ته ورسیږي.

دواړو جمهور رییسانو پدې موافقه وکړه چې اقتصادي اړیکې به غښتلې کوي او د سولې جرګه به جوړوي. د سولې په جرګې کې به د افغانستان او پاکستان نه قومي مشران او د حکومت لوړرتبه چاراکي برخه واخلي.

دا د جمهور رییس حامد کرزي د جمهوري ریاست په دویمې دورې کې د هغه لومړی سفر دی چې پاکستان ته یې کوي.

XS
SM
MD
LG