د لاس رسي وړ اتصالات

ننگرهار کې له پاکستان سره د سولې د جرگې هرکلی شوی


د ننګرهار يوشمېر اوسېدونکيو د افغانستان اوپاکستان تر منځ دسولې ګډې جرګې جوړېدل د دواړو هېوادونو په ګټه بولي خووايي په دې شرط چې دغه خبرې د مخکنيو په څېر يوازې نمايشي او فرمايشي نه وي.

د افغانستان جمهورريس حامد کرزي له پاکستاني چارواکيو سره په اسلام اباد کې د يو لړخبرو په ترڅ کې په سيمه کې دامنيت د ټينګښت او ددواړو هېوادنو ترمنځ د دوستانه فضا رامنځته کیدو لپاره دسولې ګډې جرګې دجوړېدو خبره وکړه دواړه هېوادونو به په ګډه د سولې ګډه جرګه جوړوي.

د ننګرهار يوشمېراوسېدونکي جرګه دسيمې دمسايلو دحل يوه ښه لاره ګڼي خو په دې نظر دي چې د جرګې ميکانيزم بايد واضح اوددواړو لوريو تر منځ منځګړى بايد يو داسې څوک وي چې هغه د جرګې نتايجو ته عملي بڼه ورکړي.

د دوي له نظره دجرګې نتايج بايد يوازې دکاغذ پرمخ نمايشي پاتې نه شي.

دوي وايي په تېر کې هم داسې جرګې جوړې شوې وې خونتيجه يې څرګنده اوګټوره ونه برېښېده .دوي داهم وايي چې که په راتلونکې جرګه کې مخالف وسله وال برخه وانخلي بيا هم دجرګې جوړېدل چندان ګټورنه برېښي.

دوي ترهرڅه وړاندې غوره دابولي چې په سيمه کې د مسايلواو ستونزو د حل لپاره د اسلامي هېوادنو په ګډون يو ګډ کنفرانس جوړ شي او يا ددغې جرګې منځګړتوب داسلامي هيوادونو يو ګډ هيت وکړي.

کتونکي دداډول جرګو جوړول يونمايشي کاربولي اووايي دتېروجرګو جوړښت هیڅ ډول کومه نتيجه ورنه کړه نوداجرګه هم که همغسې وپالل شي نو د خير تمه ترې نه شته.

XS
SM
MD
LG