د لاس رسي وړ اتصالات

په سوات کې ځانمرګه ۱۳ کسه ووژل


د پاکستان د اردو یو محلي قوماندان وايي چې یوه ځانمرګه بم چونکي د سوات په ناوه کې لږ تر لږه ‍۱۳ کسه وژلي او څه دپاسه ۵۰تنه یې زخمي کړي دي. دا درېمه مرګانۍ حمله ده چې په دې هفته کې په پاکستان کې کېږي.

د پاکستان پولیس وايي چې حمله کوونکیْ په ریکشا کې سپور و او نن یې هغه وخت ځان په بم والوځاوه چې د ( سیدو شریف) په ښارګوټي کې یې د پولیسو د تلاشۍ یوې پوستې ته ځان ورساوه.

پرون هم د لاهور په ښار کې د ځانمرګو په دوو پرله پسې چاودنو کې لږ تر لږه ۵۵ کسه ووژل شول او د ۱۰۰ نه زیات کسان ټپیان شول.

عیني شاهدانو وویل چې د دې حملو هدف د اردو د موټرو هغه کتار و چې د خلګو د ګڼۍ سیمې نه تیریده. په وژل شویو کسانو کې لږ تر لږه ۱۰ کسه یې عسکر وو.

د دغې حملې نه وروسته په لاهور کې د نورو پنځو کوچنیو چاودنو ریپوټونه هم ورکړل شول چې په خلګو کې یې ویره او وارخطايي پیدا کړه، خو په کې هیچاه ته مرګ ژوبله وروانوښته.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ( بانکي مون) او د آمریکا د بهرنیو چارو وزیرې ( هیلري کلینټن) په پاکستان کې د جمعې د ورځې حملې وغندلې. هیلري کلینټن په یوه بیانه کې د تروریزم پر ضد د پاکستان جګړه وستایله.

XS
SM
MD
LG