د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د قندهار د حملو مسئولیت واخیست


طالبانو د هغو حملو مسولیت په غاړه اخیستی چی پرون د کندهار په ښار کی وشوی. په دی حملو کی دری دیرش کسان ووژل شول چی په هغو کی هغه لس تنه هم شامل وو چی غوښتل یی یوه واده ته ولاړ شی.

د چارواکیو په قول پنځوس تنه زخمی شوی دی.

د جمهور ریس حامد کرزی ناسکه ورو وویل چی تر ټولو غټه چاودنه د ښار د مرکزی زندان مخی ته وشوه.

احمد ولی کرزی چی د کندهار د ولایتی شورا مشری په غاړه لری وویل چی د دی حملی اصلی هدف د بندیانو خوشی کول وو.

په مطبوعاتی رپوټونو کی راغلی چی د طالبانو یوی انټرنتټی پاڼی پرونی حمله د ناتو د قوماندانانو لپاره یو خبرداری وباله.

په افغانستان کی د امریکایی قواوو قوماندان جنرال ستینلی مک کریستل وایی چی د هغه بل اقدام به دا وی چی د کندهار ولایت چی د طالبانو عنعنوی قوی مرکز دی بیرته د هغوی نه ونیسی.

همدا شان احمد ولی کرزی وایی چی ځان مرگو د پولیسو ماموریتونه هم په نښه کړی وو.

چارواکی وایی چی په دی حملو کی ملکی کسان او پولیس وژل شوی دی.

یوه بله چاودنه هم نن سهار وختی د کندهار یوی ساختمانی کمپنی ته نژدی وشوه.

چارواکی وایی چی په دی چاودنه کی لږ تر لږه پنځه تنه زخمی شوی دی.

په یوه بل خبر کی راغلی چی افغان او د آیساف پوځونه وایی چی د جمعی په ورځ یی د لشکر گاه په ښار کی د طالبانو یو غټ قوماندان وژلی دی.

XS
SM
MD
LG