د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن پوسټ: د افغانستان د جگړې په اړه دودیز تصورات


عکس: AP) د واشنګټڼ پوسټ و رځپاڼې په افغانستان کې د جګړې د پنځو عنعنوي تصوراتو تر عنوان لاندې یوه تحلیلې مقاله خپره کړیده.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د شنبې د ورځې په ګڼې کې دلته په امریکا کې د بروکنګز په انسټیټیوټ کې د جنوبي آسیا د چارو د څیړونکي او کارپوه مایکل اوهانلن یوه تفصیلي مقاله خپره کړیده چې هغه په افغانستان کې د جګړې تاریخ ته یوه لنډه کتنه کړیده.

اوهانلن پخپلې مقالې کې ویلي دي چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د جګړې نهم کال روان دی او حتی هغه چارواکي چې په افغانستان کې د دغې جګړې ملاتړ کوي اوس پدې نظر دي چې لا هم سختې ورځې پاتې دي او اوس لا هم ستونزه حل شوې نده.

د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس هم کابل ته د خپل سفر په دوران کې همدغې خبرې ته اشاره کړې وه. او پوځیانو ته یې د هغوي د کارونو د ستایلو تر څنګ ویلي ؤ چې لا هم ډیر کار پاتې دی او باید چې نورو سختو ورځو ته سترګې په لار واوسي.

مایکل اوهانلن د خپلې مقالې په یوې برخې کې لیکلي دي چې د افغانستان جګړه ناهیلې نده او نه د ابد لپاره ده. هغه وایي که چیرته د افغانستان د جګړې په اړه په ریښتینو امیدونو باندې کار وشي نو دا امکان لري چې افغان ولس، زمونږ د دښمنانو او د امریکا د تعهد په اړه به ټولې افسانې او خیالات له منځه ولاړې شي.

مایکل اوهانلن د افغانستان د جګړې په اړه لومړی خیال یا افسانه داسې بیانوي:

افغان ولس تل د یرغل کوونکو نه کرکه کړیده او ماتې یې ورته ورکړېده. هغه وایي چې په 19مه پیړۍ کې افغانانو انګریزان د خپلې خاورې نه وشړل او په شلمه پیړۍ کې یې ورته کار د پخواني شوروي اتحاد سره هم وکړ. اوهانلن وایي هغه امریکایي عسکر چې د افغانستان اوعراق په جګړو کې یې برخې اخیستې دي او بیرته راستانه شویدي ورته ویلي دي چې افغانان په خورا غښتلي شکل جګړه کوي، هغوي وایي چې افغانان په فطرت کې خورا تکړه جنګیالي دي.

اوهانلن وایي چې بیا هم د عراق په پرتله په افغانستان کې اوس مهال زیات شمیرافغانان د بهرنیو عسکرو د شتون سره کومه ستونزه نلري. اوهانلن وایي چې د جګړې په لومړنیو کالونو کې یوازې د پنځلسو نه نیولې تر دیرشو کسانو پورې خلکو د بهرنیو عسکرو د شتون ملاتړ کاوه او اوس کابو پنځوس په سلو کې خلک د بهرنیو عسکرو د شتون ملاتړ کوي.

اوهانلن وایي وړاندې تر دې چې په افغانستان کې د یاغیتوب په اړه خپل نظر څرګند کړم غواړم چې دا په ډاګه کړم چې دوی چا او څنګه پیدا شول. اوهانلن وایي چې د امریکا متحده ایالاتو او سعودي عربستان د اتیا د لسیزې په سر کې د افغانستان د مقاومت د قواوو سره پراخې مالي او نظامي مرستې وکړې او هماغه شو چې د هماغې لسیزې په نیمایي کې د دغې ډلې د کسانو شمیر د دوه سوه او پنځوس زره کسانو ته ورسیده. او د همدغه ډله وه چې د افغانستان نه یې روسیي پوځونه وتلو ته اړ ایستل. خو اوهانلن وایي چې اوس طالبان په افغانستان کې د پنځه ویشتو زرو کسانو په شاوخوا کې جنګیالي لري او یوازې په پاکستان کې د ځینو عناصرو لخوا ورسره مرسته کیږي.

اوهانلن د دې برخې په پای کې وایي چې که څه هم په یو د پاسه دوه زرم میلادي کال کې د امریکا په ملاتړ او مشرۍ ایتلافي او افغاني قواوو د طالبانو واکمني راپرځوله خو بیا هم په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو شتون ته د یرغل په سترګه نه کتل کیږي. او وایي چې د نړیوالې قواوې افغانستان ته د افغانستان د حکومت په بلنه ورغلي دي.

اوهانلن د افغانستان د جګړې په اړه بله دا وایي چې د افغانستان حالت د عراق په پرتله زیات سخت دي. اوهانلن وایي چې په دواړو هیوادونو کې د امریکا د متحده ایالات یو شان هدف لري او هغه دا چې په دواړو هیوادونو کې باید چې لومړی ښه امنیت ټینګ شي او وروسته بیا ټول واک داخلي حکومتونو ته وسپارل شي.

خو هغه زیاتوي چې د عراق په پرتله د افغانستان ستونزه خورا پیچلې ده، افغانستان زیات شمیر قومي جوړښتونه لري چې کله ناکله د یو بل سره په جګړه اخته کیږي، د مخدره موادو ستونزه ورځ تر بلې خرابیږي، د خلکو د لیک او لوست کچه بیخې ټیټه ده، امنیتي او قضایي ادارې کمزورې دي او د اقتصاد په برخه کې هم زیات پرمختګ ندی شوی.

خو اوهانلن وایي دا چې په افغانستان کې خلک جګړې او تاوتریخوالي زیات ځپلي دي او کله یې هم زیات پرمختګ ندی تجربه کړی، هغوي ته لږه اندازه پرمختګ هم د راتلونکې په اړه خوشبینه کوي. په افغانستان کې اوس مهال کابو اوه میلونه ماشومان ښوونځیو ته ځي. د دیرشو میلونو نه اته میلونه خلک د ګرځنده ټیلیفون نه ګټه اخلي خو د یو د پاسه دوه زرم میلادي کال نه مخکې تقریباً هیچا ګرځنده ټیلفون نه درولو او روغتیايي حالت هم مخ په ښه کیدو دی.

اوهانلن وایي چې په افغانستان کې تشدد هم په هغه اندازه شدید ندي څومره چې په عراق کې ؤ، هغه وایي وړاندې تر دې چې په 2007 کال کې عراق ته نور عسکر واستول شي د هغه نه پخوا هلته هره میاشت هغومره ملکي عراقیان وژل کیدل لکه څومره چې په یوه کال کې په افغانستان کې وژل کیږي. اوهانلن وایي چې په عراق کې د 2004 کال نه نیولې تر 2007 کاله پورې تشدد د افغانتسان د اوسني تشدد نه لس چنده زیات ؤ.

زیات شمیر عراقیان د خپلو کورونو ته ایستل شوي ؤ او فرقه وي جګړو سخت زور اخیستی ؤ.

مایکل اوهانلن همدارنګه د مقالې په بله برخه کې ویلي دي چې مونږ باید د طالبانو سره خبرې اترې وکړو. هغه وایي چې د افغانستان د مقاومت د غړو سره خبرې اترې کول کومه بده خبره نده په ځانګړي ډول د هغوي د ټیټې کچې د غړو سره.

اوهانلن وایي که چیرته هغوي دیته غاړه کښیږدي چې د تاوتریخوالي نه به لاس اخلي، د افغانسان د حکومت اساسي قانون ومني او په موقتي ډول د بهرنیو عسکرو شتون هم په افغانستان کې ومني نو مونږ باید چې هغوي ته اجازه ورکړو چې راشې او د ټولنې سره دې یو ځای شي. هغوي کولی شي چې په ټولنه او حتی په حکومتي څوکیو کې کار وکړي.

اوهانلن وایي چې زیات شمیر خلک د طالبانو سره د پیسو په خاطر او ډیر کم شمیر یې د ایډیالوژۍ په خاطر یو ځای کیږي. هغه وایي چې زیات شمیر خلک د افغانستان د حکومت سره د مخالفت او قومي سیالیو په خاطر یو ځای کیږي. هغه وایي چې د طالبانو د مرکزي مشرانو سره جوړ جاړی احمتال نلري او دا یوه ښه نظریه نده. هغه وایي چې دغه کسان د امریکا د متحده ایالاتو او دافغانستان مرکزي حکومت سره د نظریو په اړه زیات توپیر لري.

هغوي زیات افراطي نظریات لري او بله دا چې هغوي د افغانانو تر منځ هم ښه تاریخ نلري او د خلکو نه خوښیږي.

اوهانلن وایي چې دافغانستان جمهور رییس کرزي څو څلو ځله د دې غږ کړیدي چې هغه دیته چمتو دی چې د طآلبانو مشرانو سره مذاکرات و کړي خو که چیرته هغوي د تاوتریخوالي نه لاس واخلي. د برتانې د بهرنیو چارو وزیر ډیوډ میلیبنډ هم پخپله هغه وینا ک چې څه موده وړاندې یې وکړه ویلي ؤ چې په افغانستان د طآلبانو او نورو یاغي ډلو سره باید چې سیاسي روغه جوړه وشي. خو په هغه صورت کې چې زمونږ ملي ګټي خوندي وي.

خو مایکل اوهانلن وایي وړاندې تر چې د سولې خبرې پیل شي لومړی باید چې افغان او نړیوالې قواوې په جګړې کې برلاسې شي او وایي چې ټولې خبرې باید چې قوت ته پام کې نیولو سره ترسره شي.

مایکل اوهانلن په پای کې ویلي دي چې افغانسان نه د امریکایي عسکرو د راوتلو نه کومه ستراتیژي شته ده او نه مهم کوم مهال ویش.

هغه وایي چې زیات شمیر افغانانو او پاکستانیو به د جمهور رییس اوباما هغه تبصرې اوریدلي وي چې هغه څه موده وړاندې د افغانستان نه د عسکرو د راوتلو په اړه کړې وې. او ویلي یې ؤ چې د 2011 میلادي کال د جولای په میاشت کې به د افغانستان نه د امریکایي عسکرو راوتل پیل کوي.

اوهانلن وایي چې اوس هر څه په افغانستان کې د امریکا او ناټو د قواوو د عمومي قوماندان جنرال سټنلي مکرسټل د نوې ستراتیژۍ پورې اړه لري که چیرته د روان میلادي کال تر پایه او د راتلونکي میلادي کال د لومړیو میاشتو پورې حالت ښه شول نو بیا به امریکا دا پریکړه وکړي چې د افغانستان نه خپل د عسکرو شمیر را کم کاندي. او دا کار به په 2012 کې وشي.

اوهانلن په پای کې وایي چې په افغانستان کې زیات شمیر ناټو او امریکایي عسکرو ته په دوه دلیلو زیاته اړتیا شته ده، لومړی دا چې په هیواد کې ځیني ستراتیژیکې یا مهمې سیمې باید چې د طالبانو دشتون نه پاکې شي او وساتل شي. لکه په مارجې کې روان عملیات او دا کار به د 2010 کال په دوران کې ادامه ولري.

او دویمه دا چې افغاني عسکرو ته باید چې روزنه ورکړل شي. اوهانلن وایي چې اوس هم باید چې زیات شمیر کسان ونیول شي، او هغوي ته روزنه ورکړل شي او دا هغه څه ندي چې د 2012 میلادي کال نه به وړاندې بشپړ شي.

اوهانلن وایي چې په راتلونکي اوړي کې د افغانسان نه د امریکایي عسکرو وتل احتمال نلري. اوهانلن وایي که هر څه په افغانستان کې سم شي نو امریکا به شاید چې په هر کال کې خپل 20 زره عسکر د افغانستان نه وباسي چې دا بیا هم د چټکو وتلو معنی نلري. دا هغومره چټک ندي چې د امریکا جمهور رییس اوباما او کانګرس یې غواړي.

اوهانلن وایي په 2012 میلادي کال کې به جمهور رییس اوباما د دوهم ځل لپاره د انتخاباتو سره مخامخ شي او که هغه په 2011 کال کې د افغانستان نه د عسکرو وتل پیل کړي نو د انتخاباتو په وخت کې به بیا هم 60 زره امریکایي عسکر په افغنتسان کې پاتې وي

XS
SM
MD
LG