د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: سپینه ماڼۍ له طالبانو سره پر خبرو غور کوي


د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی چی سپینه ماڼی غواړی، په افغانستان کی د هلمند ولایت دمارجی دعملیاتو له کامیابی نه وروسته له طالبانو سره په خبرو باندی غور وکړی.

ورځپاڼه لیکی چی سپینه ماڼی غواړی، په افغانستان کی له کامیابی نه وروسته له طالبانو سره په خبرو باندی غور وکړی.

نیویارک ټایمز لیکی څرنگه چی دامریکا عسکر دطآلبانو پخو مورچلونو ته په افغانستان کی ور روان دي او امریکا په دې کی کامیابه ده چی د یاغیانو مشران په پاکستان کی په بی پیلوټه الوتکیو باندی وولي. نو د اوباما اداره په دې باندې غور کوی چی ایا په کافی اندازه برلاسی یی پیدا کړیده چی له طالبانو سره خبری پری توجیه کړلی شی او په دی برخه کی هڅی وشی.

دامریکا جمهوررئیس براک اوباما له خپلی کابینی سره د جمعی په ورځ باندی خبری وکړلی.

د پخلاینی مسلی زور اخیستی دی که څه هم داوباما داداری چارواکی په دی بحث کوی چی داوخت ورته مناسب دی او که نه.

دامریکا د حکومت یو معتبر چارواکی دامریکا او پاکستان هغه تازه کامیابی یاده کړله چی دامریکا او پاکستان قواو د طآلبانو معتبر چارواکی په پاکستان کی ونیول او تحقیقات یی ترینه وکړل. پردی سر بیره د امریکا چارواکیوپه دی برخه کی کوشش کړیدی چی په پاکستان باندی کلک فشار راولی چی هغوی د طالبانو پر چارواکیو او نورو غړیو باندی حملی جاری وساتی.

نیویارک ټایمز لیکی د امریکا ددفاع وزیر رابرت گیټس او دملی امنیت سلاکار جنرال جیمز ایل جونز او لوی درستیز مایکل ملین په دی نیژدی وخت کی سیمی ته سفر کړیدی چی دافغانستان او پاکستان په دواړو خواوکی په چارواکیو باندی فشار ته ادامه ورکړی.

نیویارک ټایمز داوباما داادری دیوه چارواکی له قوله لیکی چی او س خبره له دی پړاو نه تیره شویده چی د پخلاینی خبری وشی او که نه، اوس خبره دی پړاو ته ته رارسیدلی ده چی د سولی او پخلاینی خبری کله پیل شی.

یوه بل چارواکی چی هغه هم د نوم دنه ښودلو په شرط خبری کولی ، وی ویل چی د په دی نیژدی اونیو کی د پخلاینی په خبرو باندی ډیره اینرژی مصرف شویده.

خودواړو چارواکیو وویل چی اوس سمدلاسه دا پلان نشته چی د طالبانو له جگپوړه مشرانو سره رابطه ټینگه کړلی شی.

هغوی وویل توقع ده چی دسولی خبری ترهغه وخت پوری وځنډول شی چی ترڅو پوری چی امریکا پریاغی طالبانو باندی په کندهار کی حمله وکړی. توقع ده چی دا به په افغانستان کی بله ستره تهاجمی حمله وی.

نیویارک ټایمز لیکی، کندهار چی دطالبانو روحآنی مرکز گڼل کیږی، توقع کیږی چی هلته به تهاجمی عملیات دمارجی له عملیاتونه ډیر سخت وی. نیویارک ټایمز د ملی امنیت دماهر براین کاتولیس له قوله لیکی چی ښاری جنگونه، دمارجی له جنگ نه ډیرسخت او پیچلی دی او ریښتونی ازموینه په کندهار کی ده.

نیویارک ټایمز لیکی چی ښاغلی گیټس چی په دی اونی کی افغانستان ته سفر وکړ وی ویل چی که څه هم په مارجه کی عملیات کامیاب وو خو دا به ډیره له وخت نه مخکی خبره وی چی د طالبانو له یوشمیر جگپوړه مشرانو سره د پخلاینی توقع وشی.

گیټس داحتیاط اوزغم خبرداری ورکړ چی پکارده ډیره بی صبری ونشی. هغه وویل ښایی د طالبانو مشران ترهغه وخت پوری د سولی په خبرو کی دلچسپی ونلری تر څوپوری چی هغوی د خپلی کامیابی په هکله په ټینگه له شک او شبهی سره مخامخ نشی.

دنیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی چی د سولی او پخلاینی خبرو په دی تیره اونی کی په دی سبب ډیر زور واخیست چی دبرتانیی خارجه وزیر ډیویډ میلبند په باسټن کی پر جمهوررئیس حآمد کرزی غږ وکړ چی منظمی هلی ځلی وکړی دطالبانو مشرانوسره خبری وکړی؛ په داسی حال کی چی دامریکا او برتانیی پوځونه کوشش کوی چی دطالبانو د ټیټ رتبه غړی په ټولنه کی له نورو سره یو ځای ژوند اوکار ته وهڅوی.

نیویارک ټایمز لیکی چی ډیویډ میلبند وویل چی که چیری په ریښتونی توگه په دی برخه کی هلی ځلی ونشی او هغو پرخو اندیښنو ته چی د بغاوت اورته لمن وهی، د حل لاره پیدا نشی نو دابه گرانه وی چی په کافی اندازه خلک قانع او را جلب کړی شی.

پکارده په کافی اندازه جنگیالی په دی قانع کړی شی چی دهغوی منافع به په دی کی ښی خوندی شی چی له هغه حکومت سره یوځای شی نسبت دیته چی جگړه ورسره وکړی.

نیویارک ټایمز لیکی چی د سولی دخبرو مسله د ښاغلی اوباما له خوانه مطرح شوه او هغه پری ٩٠ دقیقی په سپینه مآڼی کی بحث وکړ. په دغه مجلس کی کومه فیصله ونشوه .

په دغه مجلس کی، جنرال جونز دملی امنیت سلاکار، خارجه وزیری هیلری کلنټن، لوی درستیز مایک ملین او ریچرد هالبروک چی دافغانستان اوپاکستان لپاره د امریکا د حکومت خاص استاځی؛ شامل وو.

XS
SM
MD
LG