د لاس رسي وړ اتصالات

په کندز کې ځوانان د معتادیدو له خطر سره مخامخ دي


په کندز کې یو شمیر محصلین وايي، په دغه ولایت کې په مخدره موادو باندې د ځوانانو د اخته کیدو خطر زیات شوی دی.

دوی یې علت د سواد د کچې ټیټوالی او په دغه ولایت کې په اسانه د نشيي موادو پیدا کیدل بولي.

محمد ظریف حبیبي چې په کندز کې عالي زده کړې کوي، وايي چې د مخدره موادو د زیانونو په اړه د ځوانانو د پوهې د کموالي تر څنگ، ددغه ولایت ځینې ځوانان چې د کار روزگار لپاره ایران ته تللي په هغه هیواد کې د هیروینو او نورو ډول ډول نشيي توکیو په استعمالولو روږدي شوي دي.

په کندز کې د معتادینو د درملنې یو مرکز وايي چې تر اوسه یې له زرو نه د زیاتو معتادینو تداوي کړې ده خو ددغه مرکز مسئولین وايي چې ډیر یې بیرته د نشيي توکو استعمالولو ته مخه کوي.

د کندز د پوهنتون دوه زده کوونکي عبدالعظیم مسلمیار او ذبیح الله گل دولتزی وايي، په دې برخه کې د ځوانانو د پوهاوي لپاره لازم پروگرامونه نشته او خبرداری ورکوي چې که حکومت جدي اقدامات ونکړي کیدای شي د معتادینو شمیر ډیر لوړ شي.

خو د کندز روغتیايي ادارې وايي چې د روږدو کسان درملنه کوي.

په دغه ولایت کې د معتادینو د کلینک مسئول ډاکتر عبدالقدوس میاخیل وايي چې په تیرو څو کلونو کې یې یو زر او درې سوه تنه معتادین تداوي کړي دي.

ښاغلی میاخیل وايي، د دوی تداوئ ښه نتیجه ورکړې او له اویا فیصدو څخه کم کسان بیرته د اپینو په استعمال روږدي شوي دي.

ډاکتر میاخیل وايي، د نړۍ په سطحه څیړنو ښودلې چې د تداوي شویو معتادینو اویا فیصده یې بیرته په نشې اخته کیږي خو د دوی په مریضانو کې د بیرته اخته کیدو فیصدي ټیټه ده.

که څه هم چارواکي وايي په کندز کې د مخدره موادو کښت په بشپړ ډول له منځه تللی دی خو ددغه ولایت ځینې ځوانان وايي چې معتاد کسان کولای شي په ډیرې آسانۍ سره نشيي مواد تر لاسه کړي.

ځینې کسان د اعتیاد څخه د خلاصون لپاره په کندز کې د معتادینو کلینک ته ورځي.

XS
SM
MD
LG