د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران ـ امریکا شخړه پر افغانستان څه اثر لري؟


د ایران جمهوررئیس محمود احمدی نژاد افغانستان ته د خپل سفر په دوران کې جمهور رئیس کرزي ته وویل چې د امریکا قواوې به په افغانستان کې سوله رانه ولي.

هغه په گډ خبری کنفرانس کی خپله غوښتنه بیا تکرار کړله چی دامریکا قواوې دې له افغانستان څخه ووزی او ویې ویل چی دی په دی عقیده ندی چی د امریکا په مشرۍ قواوې دې د طالبانو د بغاوت ستونزه حل کړلی شي.

خو د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیټس بیا افغانستان ته د سفر په وخت پر ایران تور ولگاوه چی په افغانستان کی دوه اړخیزه پالیسی چلوي.

دامریکا غږ اشنا راډیو همکار نسیم ستانیزي، په لندن کی میشت افغان سیاستمدار ډاکټر فاروق اعظم سره په دی اړه مرکه کړیده چی دامریکا او ایران ترمنځ شخړه به پر افغانستان څه اغیزه ولري؟

XS
SM
MD
LG