د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو تللي کارکوونکي بیرته افغانستان ته راستانه شول


ملګری ملتونه وایی چی ددغی اداری هغه مامورین چی د امنیتی اندیښنو له امله یی د تیر عیسوی کال په وروستیو کی کابل پریښی وه اوس بیرته افغانستان ته راستانه شوی دی.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستو د هیت دفتر يوناما نطاقی ډاکټر نیلاب مبارز نن په کابل کی یو خبری کنفرانس ته په وینا کی وویل چی د ملګرو ملتونو ټول هغه بهرنی مامورین چی په موقتی توګه د کابل نه د متحده عربی اماراتو ته تللی وه بیرته په افغانستان کی خپلو وظیفو ته ورستانه شوی دی.

په اوس وخت کی ملګری ملتونه په ټول افغانستان کی ۹۰۰ نړبوال کارکونکی لری ددغه شمیر نه ۳۴۰ تنه یی دوبی ته په موقتی توګه لیږدول شوی وه"

د ملګرو ملتونو ټول هغه مامورین چی په کا بل کی د اکتوبر په ۲۸ د باختر په میلمستون باندی د برید وروسته په موقتی ډول دوبی ته تللی وه بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي".

د باختر په میلمستون باندی پدغه برید کی د ملګرو ملتونو پنځه تنه نړیوال کارکوونکی وژل شوی او تر لسو نور پکی ټیپیان شوی وه ددغه برید وروسته ملکرو ملتونو په موقتی توګه له افغانستان نه خپل په لسګونو بهرنی مامورین وایستل.

داکټر نیلاب مبارز پدغه خبری کنفرانس کی د ملګرو د عمومی منشی بان کی مون له خوا افغانستان ته د خپل ځانګړی استازی د مرستیال د ټاکلو په باب هم خبری وکړی وویل چی عمومی منشی مارتین کوبلر د دغه منصب لپاره غوره کړی دی ټاکل شوی چی دغه جرمنی دپلومات به بله میاشت د خپلی وظیفی تر لاسه کولو لپاره افغانستان ته راورسیږی

"افغانستان لپاره د ځانګړی استازی نوی مرستیال به د راروانو پارلمانی انتخاباتو په ګډون د سیاسی مسلو مسوولیت په غاړه ولري".

ډاکټر مبارز د ځانګری استازی په نورو وظایفو کی په افانستان کی د سولی د هڅی او د بشر د حقوقو څارنه هم یاده کړله سټفان دی میستورا لا دمخه کابل ته رارسیدلی او په کار یی پیل کړی دی.

د ډاکټری مبارز نه پدغه خبری کنفرانس کی یو خبریال وپوښتل چی ایا دا افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومی منشی د پخوانی ځانګری استازی کای ایډی او پیټر ګالبرټ تر منځ د تیرکال د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی د پیښو شوو جنجالونو په څیر د ملګرو د عمومی منشی ځانګړی استازی سټفان دی میستورا او مارتین کوبلر ترمنځ د شخړو او جنجالونو احتمال وینی او که نه هغی وویل چی تیری تجربی به بیا تکرارنشی.

د یوناما نطاقی په دغه خبری کنفرانس کی د هلمند په ولایت کی په وروستیو عملیاتو کی د مارجی او نادعلی سیمو نه لشکرګاه ته د ۴۲۷۵ بیځایه شوو کورنیو سره د ملګرو ملتونو د مرستو په باب وویل چی ددغو کورنیو ۸۰ فیصدو سره یی دغی نړیوالی اداری مرستی کړی دی.

ډاکټری مبارزوویل که چیری په کندهار کی د نړیوالو قواو د عملیاتو په ترڅ کی هم کورنی بیځايه شی دا اداره هغوی سره مرستو رسولو لپاره چمتوالی لري.

XS
SM
MD
LG