د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې د اسرایلو د لوی درستیز تود هرکلی ونکړ


د اسرایلو د وسله والو قواوو لوی درستیز ترکیې ته تللی چیري چې یې د ترکي انډول له خوا دومره تود هرکلی ونشو. د استانبول څخه د آمریکا غږ خبریال دورین جونس په دې اړه دغه ریپوټ رالېږلی دی.

په تیرو پنځو کلونو کې دا لومړۍ ځل دی چې د اسرایلو د پوځ مشر ( ګبي اشکینازي) ترکیې ته دغه راز سفر کوي. داسي ښکاري چې د جنرال ګبي دسفر هدف په ترکیه کې د تروریزم پرضد په یوه نړیوال کنفرانس کې ګډون و.

په دغه کنفرانس کې د خبرو پرمهال د ترکیې د پوځ لوی درستیز ( جنرال ایلکر باسبوګ) د همکارۍ پر اهمیت باندې ټینګار وکړ او داسي یې وویل،، په سیمه کې د خلګو د امنیت تامین د ترهګرۍ پرضد په مبارزه کې تر ټولو مهمه برخه ده. هغه زیاته کړه چې هغه کسان چې تروریستان دي باید د هغو کسانو نه جلا شي چې د تروریستانو سره مرسته کوي او د هغوی سره خواخوږي او همدردي لري،،.

ماهرین وايي چې د ترکیې د پوځ د مشر څرګندونې د هغه اسرایلي انډول ته متوجې وې.

د ترکیې پوځ په اسرایلو باندې شکمن دی چې د عراق د کوردانو د نیمه خودمختاره ادارې نه ملاتړ کوي. دغه راز د ترکیې د پوځ مشر پر عراقي کوردانو باندې تور ولګاوه چې په ترکیه کې د پي کې کې یا د کوردي یاغي د ډلې سره غیر مستقیم مرسته کوي.

ماهرین په دې باور دي چې اسرایل په دې دلیل باندې د کوردانو نه ملاتړ کوي چې په ایران کې هم کوردان شته چې د کلونو راهیسې د تهران سره جګړه کوي.

داسي ښکارېده چې د اسرایلو د پوځ د مشر په اجنډا کې د ایران د اټمي پروګرام مسله تر ټولو مهمه مسله وه او د خپل انډول او د ترکیې د دفاع د وزیر سره یې پرې خبري وکړې. اسرایل پر تهران باندې تور لګوي چې اټمي وسلې جوړوي خو ایران بیا دغه تورنه ردوي او وايي چې اټمي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو دپاره دی.

د سیاسي چارو کارپوه ( نورې میرت) وايي چې که چیري د ایران پر ضد اسرایل د ترکیې مرسته وغواړي نو اسرایل به مایوسه شي. هغه داسي وايي ،،دا نه یواځي د ترکیې د حکومت پالیسي ده چې د ایران سره ښه اړېکې ولري بلکې ترکیه د پي کې کې د یاغیانو د ډلې په خاطر هم د ایران سره ښه روابط غواړي او دا یې په واضیح الفاظو ویلي دي چې ترکیه د ایران سره هیڅ ډول جګړه نه غواړي،،.

د پي کې کې د یاغیانو ډله او بله همکاره ډله یې چې د (پي جاګ) په نامه یادېږي د ترکیه او ایران ترمینځ په سرحدي سیمو کې فعالیت کوي او ترکیې دا تایید کړېده چې د ایران د قواوو سره د کوردي یاغیانو پرضد په ګډه کار او عملیات ترسره کوي.

ماهرین وايي چې د دواړو ملکونو د پوځونو ترمنیځ همکاري د اسرایلو په زړه نه ده.

د ترکیې د پارلمان د خارجه چارو د جرګه ګۍ ویاند ( سوعت کینیکلوګو) وویل چې د اسرایلو او ترکیه ترمینځ پخواه اړېکې پر دې باندې تیکه وې چې دواړو یو مشترک دښمن درلود چې سوریه وه، ځکه سوریې د کوري یاغیانو نه ملاتړ کاوه خو هغه وايي چې دغه مسله یا مشترک دلیل اوس وجود نه لري.

هغه داسي وايي،،مونږ اوس یوې د پام وړ موقع ته د سورېی سره رارسېدلي یو او ډیر ښه اړیکې د یوه بل سره لرو چې د ۹۰ کلیزې په پرتله اوس د اسرایلو او ترکیې ترمنیځ د هغومرو تاودو اړیکو ضرورت یې راکم کړی دی،،.

د سیاسي چارو ماهرین وايي چې په دې ورستیو کې د اسرایلو د پوځ د پاره د ترکي قواوو په مینځ کې ډیر لږ همدردي یا خواخوږي شته او د پوځ ځیني لوړ پوري افسران د اسرایلو د حکومت پر وروستي عملیاتو باندې انتقاد کوي چې د فلسطین پر ضد یې کړي دي.

XS
SM
MD
LG