د لاس رسي وړ اتصالات

ننگرهار کې د طالبانو او حکومت تر منځ جگړې شوي


دوسله والو طالبانواودولتي قواووترمنځ د ننګرهارپه ولآيت کې جګړه شوې ده. دواړه لوري يوبل ته دمرګ ژوبلې اړولو متضادې دعوې کوي.

طالبانودعوه کړې ده چې تيره شپه يې دننګرهار په ولايت کې د پاکستان سرحد ته نږدې د نازيانو په ولسوالۍ کې دافغان پوليسو پر پنځو امنيتي پوستو وسله وال بريد تر سره کړى.

دزبيح الله مجاهدپه نوم يوتن چې ځان په سيمه کې دوسله والو طالبانو وياند راپیژني دعوه کوي چې په دغه بريد کې يې چې دده په وينا دوه ساعته يې دوام وکړاو دهاوان پنځوس ګولۍ يې دپوليسو پر مورچلو ورولي پنځه پوليس وژلي او اته نوريې زخميان کړي دي.

خو دسرحدي پوليسو دلومړۍ نمبر لوا قوماندان جنرال محمدزمان مموزي په داسې حال کې چې دنازيان په ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو دوسله والو طالبانو بريد مني خو دمرګ ژوبلې په اړه دطالبانو ادعا بې بنسټه بولي.

نوموړي وويل دطالبانوپردغه بريد ددوی يوازی څلور تنه عسکر بابيزه زخميان شوي دي. جنرال مموزي وويل، درسيدلو معلوماتو پر بنسټ دپوليسو په ځوابي ډزو کې څلور تنه مخالفين وژل شوي چې دنوموړي په وينا مړي يې دجګړې پر ډګر پراته دي.

دسرحدي پوليسو قوماندان وويل دنازيان ولسوالي دډيورنډ پولې ته څيرمه پرته ده چې مخالفين دپولې له هغې لورې ورته را اوړي او ددوی پر پوستو تربريدو وروسته بيرته پاکستاني لورې ته اوړي.

دنازيان ولسوالي تر دغې پیښې وړاندې هم پر دغې سيمه دوسله والو مخالفينو بريدونو تر سره شوي چې څه نآڅه مرګ ژوبله يې هم لرله ،قومي خلکو هم په دغې ولسوالۍ کې دمخآلفينو پروړاندې څه موده وړاندې مورچې نيولې وې .

له بله پلوه دنورستان ولآيت چارواکي وايي چې يو شمير وسله وال مخالفين له دولت سره يو ځاى شوي دي .

ځايي چارواکي خوښي څرګندوي چې له دولت سره ددغو وسله والومخالفينو په يو ځاې کيدو سره به په سيمه کې امنيت او سوله ټينګه شي.

دنورستان والي جمال الدين بدر وويل په مرکزي ولسوالۍ وايګل کې دمحمد دين په نوم دوسله والو ديو چريکې ګروپ مشر له خپلو پنځلس تنو وسله والو سره تيره ورځ د دولت ليکوته له يواندازه وسلوسره راواوښت.

جمآل الدين بدر وويل دغې ډلې دنورستان ولايت په ختيزه برخه دکامديش او برګمټال په ولسواليو کې په غلچکي توګه پرافغان او بهرنيو ځواکونو بريدونه تر سره کول. اوهمدارنګه دپاکستان لښکر طيبه له ډلې سره يې اړيکه لرله.

د دا هم وويل چې په نورستان کې يې دنورو مخالفو ډلو سره هم خبرې روانې دي او هيله يې وښوده چې له دې خبرو نه به هم مثبتې نتيجې راووځي.

جمال الدين بدروايي دغه له دولت سره ددغې يو ځاې شوې ډلې مشر ورته ويلي چې په نورستان کې دالقاعده شبکې تر مشرۍ لاندې ديو شمير بهرنيو هيوادونو ګڼ وسله وال جنګيالي فعاليت کوي چې دبدخشان او چترال له سيمو نه دې ولايت ته راغلي دي.

خوپه سيمه کې پرتې مخالفې ډلې بيا وايي چې ددوي له ډلو نه څوک له دولت سره يوځاى شوي نه دي .

XS
SM
MD
LG