د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال پیټریس: ایران به ټوله سیمه بې ثباته کړي


د امریکا د متحده ایالاتو یو لوی پوځي قوماندان وایي ایران چې د خپل اتومي پروګرام په وجه د ملګرو ملتونو دامنیت د شورا د پریکړې نه سرغړاونو ته ادامه ورکوي، د ټولې سیمې ثبات په خطر کې اچوي.

په منځني ختیځ او مرکزي آسیا کې د امریکا د پوځي قواوو لوی قوماندان جنرال ډیوډ پیټریس د امریکا د مشرانو جرګې په یوې غونډې کې نن د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې که ایران د اتومي وسلو جوړولو قابلیت پیدا کړي نو په ټوله سیمه کې به بې ثباتي راولي او کیدی شي چې په سیمه کې د ورته وسلو لرلو لپاره سیالي پیل کړي.

پیټریس وویل چې ایران په عراق ، لبنان، غزه او څه نا څه په افغانستان کې غیرې مستقیمه جګړه پر مخ بیایي. جنرال پیټریس وویل چې سږ کال به د مشکلاتو نه ډک وي. هغه اټکل وکړ چې د طالبانو په مقابل کې به په جنګ کې پرمختګ وشي خو جنګ به مشکلات پیدا کړي او کله نا کله به ناکامي هم پکې وي.

XS
SM
MD
LG