د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ناټو د امریکايي عسکرو قومانده اخلي


د امریکا د پوځ یوه لوړ رتبه چارواکي ویلي دي چې په افغانستان کې دیره د امریکایي پوځونو په نوي تشکیل باندې کار روان دی چې له مخې به یې ټول امریکایي عسکر د ناټو د قوماندې لاندې راشي.

په افغانستان کې د پوځ تر ټولو لوړرتبه ویاند د بحري قواوو تورن جنرال ګریګ سمیت ویلي دي هغه امریکایي عسکر چې د افغانستان په ختیځ کې د دوامدارې سولې د عملیاتو تر نامه لاندی په عملیاتو بوخت دي، هغوي به ډیر ژر د نړیوالو سوله ساتونکو قواوو (آيساف) تر قوماندې لاندې راشي.

د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس د سره د تشکیلاتو دغه امر تیره اونۍ کابل ته د خپل سفر نه وړاندې کړی ؤ. جنرال سمیت زیاته کړیده چې د نوي تشکیلاتو له مخې به په افغانستان کې دیره د امریکایي عسکرو په شمیر کې به کمی رانشي.

له بلې خوا په افغانستان کې د امریکایي او ناټو قواوو عمومي قوماندان ستر جنرال سټنلي مکرسټل ویلي دی چې هغه په افغانستان کې د امریکایي د خاصو قواوو زیاتره عملیات تر خپلې مستقیمې قوماندې لاندې راوستلي دي.

افغاني چارواکو تل دا شکایت درلود چې زیات شمیر ملکي خلک د خاصو قواوو په عملیاتو کې وژل کیږي او ټپي کیږي. هغوي په جنرال مکرسټل باندې فشار اچولي ؤ چې د شپې لخوا دې د دغو قواوو محاربوي عملیات محدود کاندي.

جنرال مکرسټل په یوې مرکې کې چې نن د سه شنبې په ورځ د نیویارک ټایمز په ورځپاڼې کې خپره شویده،ویلي دي چې د عسکرو د نوي تشکیل له مخې به په افغانستان کې د ټولو قواوو تر منځ همغږي بهتره او زیاته شي.

XS
SM
MD
LG