د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د نیالګیو ایښودلو عمومي حشر 


د کرهڼې وزارت په ټول افغانستان کې د نیالګیو د اېښودلو سراسري حشر پیل کړی او په پام کې لري تر درې ملیونو نیالګیو پورې زرعه کړي.

د افغانستان د کرهڼې وزارت نن د کابل بادام باغ ته د ټولو وزارتونو چارواکي او یو شمیر کارکوونکي را بللي وو ترڅو د نوي کال د نوې ورځې په مناسبت د کابل په چاپیر کې د شنه کمربند د جوړولو په هدف نیالګي کیږي او د بزګرانو د نیالګیو د اېښودلو په احشر کې برخه واخلي.

د کرهڼې وزارت چارواکي وايي دوی د سږ کال په پسرلي کې په پام کې لري ترڅو د ټول هیواد په کچه پنځه ویشت ملیونه نیالګي او بوټي کیږي او ددې لپاره ګڼ ګامونه یې اخیستي، دې وزارت درې ملیونه نیالګي په خپله په خپلو فارمونو کې تولید کړي او دا ډول نادولتي مؤسسو بیا د شاوخوا پنځه ملیونو پورې بوټي روزلي.

د کرهڼې وزیر محمد اصف رحیمي چې په خپله یې د نیالګیو د اېښودلو په احشر کې برخه اخېستې وه اشنا تلویزیون ته وویل خصوصي سکټور سږ کال ډېره ونډه لري او تر اوولس ملیونو پورې یې نیالګي تولید کړي او بازار ته یې عرضه کړي.

دا وزارت وايي ددغو نیالګیو د ایېښودلو له دغو احشرونو یې هدف دا دی ترڅو د کروندو، کانالونو، د هوا له ککړتیا او د غرونو د ډوډونو له شړېدا مخه ونیسي، او د چاپیریال له ساتنې سره پراخه مرسته وکړي.

د شمېرنو له مخې افغانستان په تېرو دېرشو کلونو کې اویا په سلو کې ځنګلونه له لاسه ورکړي او نوي سلنه شین پوښښ یې خړ شوی.

د افغانستان د چاپيریال ساتنې د ادارې مشر مصطفی ظاهر وايي په ښارونو او ان په کلیو کې د ناسمې هوا او ککرتیا د بدلون لپاره دا ډول احشرونه مهم دي.

هغه وايي د پنځه ویشت ملیونو نیالګیو اېښودل پيل دی او که وکولای شي په کال کې په سلګونو ملیونه نیالګي به ږدي.

مصطفی ظاهر،د چاپيریال ساتنې د ادارې مشر:

"دوه سوه او پنځوس ملیونه نیالګي هغه ايډیل دي، که وکولای شو البته چې نه یې شو کولای زیاتې پیسې غواړي، ساتنه یې ده اوبه دي، که یوه ورځ یې وکولای شو اوس هم ښه شروع شوې وايي لږ لږ په سیند بدلیږي."

د کرهڼې وزیر دا ډول وايي چې د کابل په چاپیر کې د شنه کمربند د جوړولو لپاره یې یو سلو شپېته زره نیالګي ځانګړي کړي چې د مختلفو ادارو لخوا به وکرل شي.

XS
SM
MD
LG