د لاس رسي وړ اتصالات

کای آیډه پر پاکستان باندې انتقاد کړی دی


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني آستاځي د پاکستان له خوا د طالبانو د مشرانو په نیولو باندی انتقاد کړی او ویلي یې دي چی دې کار د ملگرو ملتو او طالبانو تر منځ د پټو خبرو مخه ونیوله .

کای آیډه بی بی سی ته وویل چې ده خپله شخصاْ د طالبانو د جګپوړو قوماندانانو سره کتلي دي او د هغوي سره یې لیکونه تبادله کړي دي او دغه لړۍ نېږدې یو کال مخکي پیل شوې ده. خو د هغه په وینا هغه وخت بنده سوه کله چې پاکستان ددغې ډلۍ دویمه درجه جګپوړی قوماندان د فیبرورۍ په میاشت کې ونیوه.

آیډه وویل چې پاکستان هغه څه چې باید کړي یې وای، و یې نکړل. هغه زیاته کړه چی پاکستان باید د ملګرو ملتونو او طالبانو ترمینځ د پټو خبرو په باب معلومات درلودلي وای.

آیډه تیره میاشت د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو دخاص آستاځي په توګه خپله وظیفه سر ته ورسوله او دا لومړۍ ځل دی چې هغه د طالبانو سره د خبرو مسله په عامه په ډاګه کوي.

هغه په دې اړه چې د طالبانو سره خبري چیري شوي وې، څه ونه ویل خو دا یې وویل چې دا خبرې باید چې د طالبانو مؤسس او مشر ملا محمد عمر تایید کړې واي.

په عین حال کې د پاکستان حکومت د جمعې په ورځ ددغې موضوع پرضد عکس العمل وښود او وېی ویل چې د ملا برادر نیول د پاکستان او متحده ایالاتو د ګډو عملیاتو یوه برخه وه چې د سولې د خبرو سره یې هیڅ تړاو نه درلود.

XS
SM
MD
LG