د لاس رسي وړ اتصالات

پیټریس: د عراق غلطۍ باید په افغانستان کې تکرار نشي


د آمریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سنت کام عمومي قوماندان جنرال ډیویډ پیتریس چې د عراق او افغانستان جګړې څاري وايي چې د افغانستان ملي امنیتي قواوو د روزنې چارې د اصلاح کېدو په حال کې دي. هغه د مشرانو د جرګې غړو ته وویل چې د افغان قواوو د روزنې د پاره د عراق د ماموریت نه د ترلاسه شویو تجربو نه کار اخیستل کېږي. دغه راز جنرال پېتریس په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د خاصو قواوو پر عملیاتو باندې هم خبري وکړې. د آمریکا غږ خبریال رابرت رافیلس په دې اړه دا ریپوټ رالېږلی .

هغه جنرال چې د افغانستان او عراق جګړې څاري وايي چې د افغانستان د امنیتي قواوو د روزنې چارې د اصلاح کولو په حال کې دي. او هڅه کېږي چې په عراق کې شوي غلطۍ تکرار نشي.

هغه زیاته کړه چې آمریکايي روزنکي باید په عراق کې د خپلو غلطیو نه یو څه زده کړي او هڅه وکړي چې دغه غلطۍ په افغانستان کې تکرار نه کړي.

هغه داسي وویل،،مونږ باید یوه داسي تګلاره غوره کړو چې لومړۍ پولیس وروزو بیا یې په کار وګمارو نه دا چي اول یې مقرر کړو او وروسته یې بیا روزنه وکړو. مونږ دا غیر موثره تګلاره غوره کړې وه او خپل وخت مو پرې ولګاوه. جنرال پېتریس د وسله والو قواوو جرګه ګۍ ته وویل چې د افغان امنیتي قواوو د معاشونو زیاتیدو او بخشیشیو په برکت د نوو عسکرو په جلب کې زیاتوالی راغلی دی،،.

خو هغه وویل چې دا به مخکي د وخته خبره وي چې ووایو افغاني قواووې دې ته آماده دي چې د آمریکايي قواوو د وتلو سره سم ټولې امنیتي چارې په غاړه واخلي.

د یوه جلا خبر د مخي په افغانستان کې د آمریکا او ناټو عمومي قوماندان سترجنرال ستینلي مکریستل وايي ټولې خاصې قواووې چې په افغانستان کې خاص عملیات کوي ترڅپلې قوماندې لاندې راوستي دي.

جنرال پیتریس د مطبوعاتو هغه ریپوټونه رد کړل چې وايي خاصو قواوو په افغانستان کې د ملکي خلګو د وژل کیدو د مخنیوي نه جدي اقدامات نه کول.

جنرال پیتریس وویل چې هغه د ناټو تر قوماندۍ لاندې د خاصو آمریکايي قواوو د راتګ امر د نورو ملحوظاتو پر دلیل کړی دی.

هغه داسي وویل،، زما د دې اقدام دلیل دا و چې جنرال مکریستل د نړیوالو قواوو په هلو ځلو کې همآهنګي راولي او دا اقدام د خاص قواوو ترڅنګ پر نورو باندې هم د تطبیق وړ دی،،.

جنرال پیتریس زیاته کړه چې زیات شمیر ، هوايي او پیاده آمریکايي نظامي قطعې د همدغه فرمان په ترڅ کې د جنرال مکریستل تر قوماندۍ لاندې راغلې.

په افغانستان کې د ناټو د قواوو عمومي قوماندان جنرال ستینلي مکریستل د ملکیانو د وژل کیدلو مخنیوی خپل تر ټولو غټ اولویت بللی دی ترڅو د افغانستان د عامو خلګو همدردي او ملاتړ ترلاسه کړي.

د فیبرورۍ په میاشت کې لږ تر لږه دوو د ناټو هوايي بمباریو د افغانستان په جنوب کې خپل اهداف خطا کړ او په نتیجه کې یې ۴۰ ملکي افغانان ووژل شول. د دغه اشتباه وروسته په سمدستي توګه جنرال مکریستل د افغانستان په ملي تلویزون کې د افغانانو نه بخښنه وغوښته.

په دې ورستیو میاشتو کې د ملکي خلګو د وژل کیدو د مخنیوي په خاطر ناټو په خپلو هوايي بمباریو کې کموالی راوستی دی او دغه راز خپل د جګړې په قوانینو کې یې هم یو لړ اصلاحات راوستلي دي.

XS
SM
MD
LG