د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس اوباما د ایران خلکو ته پیغام استولی


د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما په داسي حال کې چې د ایران خلک نوی کال لمانځي، هغوی ته خپل پیغام استولی دی.

په یوه انټرنېټی ویډیو کې چې د جمعې په ورځ د سپېنې ماڼۍ په ویب پاڼه کې خپره شوهجمهور رئیس اوباما بیا د ایران سره په خبرو کولو باندی ټینګار وکړ خو هغه وویل چې د ایران مشرانو ځانونه د نړۍ نه لېري کړي دي.

هغه وویل چې د آمریکا متحده ایالات د نړیوالې ټولنې سره پر دې خبري کوي چې ایران د دېمسول وګڼل شي چی د خپل ذروي پرگرام په باب یې نړیوال مسولیتونه دي ترسره کړي.

د آمریکا متحده ایالات او لویدیځ ملکونه پر ایران باندې تور لګوي چې د اټمي وسلو په جوړولو بوخت دی خو ایران دغه تور ردوي او وايي چې اټمي پروګرام یې د ذروي بریښنا د تولید د پاره دی.

ښاغلي اوباما وویل چې د روانو جنجالونو سره سرهد ده حکومت اوس هم د ایران د خلګو دپاره یوه هیله مند راتلونکي وخت ته متعهد دی او غواړي ددواړو ملکونو ترمنځ د روزنېاو ښوونې په برخه کې تبادلهراسی او همداراز هغوی غیر سانسور سوو انټرنیټونو ته لار پیدا کړی.

XS
SM
MD
LG