د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د مالي اصلاحاتو پرته به  اقتصادي بحران بیا راسي


د امریکا جمهوررئیس براک اوباما وایی چی په دې ملک کی مالي اصلاحاتو ته ضرورت دی، که نه نو د تیرو دوو کالو اقتصادي بحران به بیا راسی.

ښاغلي اوباما نن د شنبې په ورځ په خپله راډیویي او انټرنیټي وینا کې ددغو اقتصادي جنجالونو ملامتي د بانکونو بې پروایي او په پورونو ورکولو کې بېنظمي وبلله.

هغه وویل چی د اقتصادي اصلاحاتو دغه نوې لایحه چی ددوشنبې په ورځ به د امریکا د مشرانو جرگې ته وړاندی سی په هغې کی به نوي اقتصادي مقررات شامل وي، د لویو بانکونو زیات نظارت او څارنه به کیږي او که لوي بانکونه ناکامه کیږي او افلاس کوي نو ددې د پاره به هم داسي ترتیبات موجود وي چی هغه د کوچینیو مؤسسو په توگه کار ته دوا ورکړای سی. جمهوررئیس اوباما داهم وویل چی ددې لایحې په اساس به د اسهامو خاوندان هم کولای سی چی د خپلو اقتصادي مؤسسو د آمرینو د معاشونو اود هغوی د انعامونو او جایزو په باب نظر ورکړی، چی پر همدغو لوړو جایزو او انعامونو باندي ډیر انتقادونه وسول چی د اقتصادي ستونزو سره سره د مؤسسو آمرانو اخیستل.

په دې لایحه کی چی د مشرانو جرگې ته وړاندي کیږی د لگښتونو د حفاظت د یوې نوي ادارې د جوړیدو پیشنهاد هم سوی دی چی هغه به پور ورکونکي موسسې دې ته مجبوري چی د خپلو قرضو او نورو کریډیټونو په باب واضح او څرگند معلومات ورکړی او مقررات به هم تطبیقوي.

XS
SM
MD
LG