د لاس رسي وړ اتصالات

په کراچۍ کې درې تنه طالبان نیول شوي


پاکستاني پولیس وايي چې هغوی درې تنه یاغي طالبان د کراچۍ په ښار کې نیولي دي.

چارواکي وايي چې هغوی نن د شنبې په ورځ ددغه ښار په یوه صنعتي سیمه کې د عملیاتو په وخت ونیول شول.

چارواکو دا هم وویل چې نیول شویو یاغیانو پولیسو ته د بم جوړولو یوه فابریکه وروښوده چی دوی په کی زیاته اندازه چاودیدونکي مواد او نور وسایل ونیول .

د افغانستان د طالبانو دویمه درجه قوماندان ملا عبدالغني برادر هم په دې وروستیو وختو کې د پاکستان د کراچۍ په ښار کې ونیول شو.

له بلي خوا پولیسو ویلي دي چې وسله والو کسانو د کوټۍ ښار ته نږدې په درو شعیه ګانو باندې ډزي وکړې او هغوی یې ووژل.

د اردو الوتکو د صوبه سرحد په اورکزیو کې د یاغیانو د پټیدو په ځایونو باندې بمبارۍ وکړې او لږ تر لږه ۲۳ تنه یې وژلي دي.

XS
SM
MD
LG