د لاس رسي وړ اتصالات

جلال آباد کې چاودنو د نوروز میلې ټکنۍ کړې


تيره شپه څلور پرله پسې چاودنودجلال اباد ښارولړزاوه. په دې چاودنوکې که څه هم مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې خو دجلال اباد په شاهي ماڼۍ کې يې سازو سرود اوتفريحي پروګرامونه ټکني کړل.

چارواکيو ددغو چاودنو پړه پروسله والو مخالفينونه بلکې پر هغه چاواچوله چې په وينا يې کورنى امنيت له ګواښ سره مخامخول غواړي.

دغه پرله پسې چاودنې پرداسې مهال دجلال اباد ښار په بیلابیلو سیمو کې رامنځته شوې چې په شاهي ماڼې کې دنوي کال دلومړۍ شپې په وياړ دټنګ ټکور او بیلابیلو هنري پروګرامونو تابيا شوې وه.

لومړۍ دوه چاودنې شاهي ماڼۍ ته څيرمه دسراج العمارت بڼ ختيز ديوال ته دشپې پر نهو بجو وشوې دې چاودنو شاهي ماڼۍ کې راټول شوي دهنر مينه وال او د جلال ابادښاريان په ويره کې واچول.

ددې چاودنوویره لا ختمه شوې نه وه چې دوه نورې چاودنې هم رامنځته شوې دغه چاودنې دننګرهار دوالي وياند احمد ضيا عبدالزي په وينا دعيدګاه جومات دننه او څلورمه هغه دکابل دموټروهډې ته څيرمه رامنځته شوه.

دوالي وياند وويل په دغو چاودنو کې کوم مالي اوځاني زيان نه دې رامنځته شوې. عبدالزي دچاودنو پړه مخامخ دچا پرغاړه وانه چوله خو زياته يې کړه چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړيدي دا په داسې حال کې چې ددولت کومې مخالفې ډلې ټپلې هم لا تر دې دمه دتيرې شپېدچاودنو پړه پر غاړه نده اخيستې.

دننګرهار والي ګل اغا شيرزي دنوي کال په وياړ دبزګر دجشن په نمانځونې غونډه کې دوينا پرمهال ددغو چاودنو عاملين طالبان نه بلکې هغه خلک وبلل چې په وينا يې کورنې امنيت يې له ګواښ سره مخ کړى.

شيرزي پر خلکو غږ وکړ چې خپلې مېلې دې وکړي له چا دې ډار نه کوي که څه هم چې دتيرې شپې څلورو پرله پسې چاودنو دجلال اباد ښاريان خورا انديښمن کړي خو چارواکي وايي چې دنوي کال په وياړ چمتو شوي پروګرامونه به له خنډ او ځنډ سره نه مخامخ کيږي.

دوی ډاډڅرګند کړ چې دنوي کال دمراسمو دنمانځنې لپاره پوره تيارى نيولى دى .

يوشمېر ښاريان پردې نظر دي چې دجشن پر مراسمو دومره لګښت کول ددغه هېواد پر اقتصاد يو درنه ضربه ده. ددوی له نظره لاهم ددغه هېواد تعليمي اوروغتيايي ستونزې حل شوې نه دي بهتره به داوايي چې دغهلګښت پريوې روغتيايي ياکومې تعليمي ادارې شوي واى.

له بل پلوه دلغمان په ولايت کې يوه نوې پسرلنۍ مشاعره دنوي کال پهوياړ وشوه په دې مشاعره کې په لسګونو شاعرانو خپل شعرونه واورول چې زياترو يې انتقادي اواصلاحي بڼه لرله.

ددغه ولايت په يوشمیرمیله ځايونو کېځانګړې عنعنوي میلې هم وشوې .

XS
SM
MD
LG