د لاس رسي وړ اتصالات

كندوز كې نوروز لکه پخوا تود ونه لمانځل شو


له يوې خوا د كندوز امنيتي مشكلات او له بله پلوهد ديني علماو تبليغات ددې سبب شوي چې په كندوز كې سږ كال د كال لومړۍ ورځ زيات شمير خلك د ښتو ته دميلو لپاره نه ووتللي.

د كندوز علماو تبليغاتي پاڼې خپرې كړې وې چې د كال د لومړۍ ورځې لمانځل او ميلې په كې د اسلامي شريعت سره برابر كار نه و ګڼل شوى.

هغه كسان چې په اودان دښته كې يې ميله كړې او په توپبازۍ مشغول دي د كال د لومړۍ ورځې لمانځل ناروا ګڼي او وايي چې د كال لومړۍ ورځ له اسلام د مخه لمانځل كيده او دهغه وخت د خلكو عقيده د كفر وه، نو كه څوك اوس د كال لومړۍ ورځ لمانځي هغوي به هم په ورځ د قيامت له هغوي سره حشر كيږي.

ګلاب خان احمدزى وايي چې په اسلام كې داسې ورځ نه شته چې د كال د لومړۍ ورځې د لمانځلو په خاطر ځانګړي شوي وي، هغه وايي چې په دې خاطر چې كال پرې په څوشالۍ تير شي د كال د لومړۍ ورځې لمانځل په اسلام كې جايز نه دي.

احمد مسعود وايي چې دا يوازې د اودان دښتې ته د تفريح په خاطر راغلې او په دې نيت نه دې راغلې چې د كال لومړۍ ورځ ولمانځي، هغه وايي چې اسلام كې دوه ورځې د عمومي خوښۍ لپاره ټاكل شوي چې اخترونه دي.

په تيروكلنو كې به خلكو خپلې كورنۍ هم د ښتو ته بيولې خو سږ كال يوازې په دښتو كې د كوچيانو كيږدۍ ولاړې وې يو بله ډله ځوانان په پخلي اخته وو او د ورځې له پيله ميلې ته راوتلي وو د نوي كال د لومړۍ ورځې په اړه وايي چې خلك كوشش كوي چې د كال نوې ورځ په خوښۍ پيل كړي.

هغه وايي چې دوې له ځانونو سره د خوراك او لوبې ټول وسايل اخيستې، هغه وايي چې په كندوز كې دغسې احساس كوي چې ګوندې خطر به ورپيښ شي، خو خلك بايد غلي پاتي نه شي، ځكه دغه ډول فكر خپله خطر رامينځ ته كوي، شيرمحمد فيضي وايي چې دوي دښتې ته په دې خاطر راغلي چې د كال پيل په خوښۍ وكړي، هغه وايي چې سږ كال به ښه كال وي او دښته هم شنه ده، هغه وايي چې دلته خلك له خپلو كورنيو سره هم راغلي.

كه څه هم ددغو دوو ډلو ځوانانو نظرونو اختلاف درلوده ، خو دواړو ډلو د كال په لومړۍ ورځ داودان په دښته كې ميله كړېوه، د نورو كلنو په پرتله سږ كال يو فرق دا و چېاودان په دښته كې واړه سيار دوكانونه جوړ شوي و چې فكركيده چې دلته خلك د سيل لپاره راځي.

XS
SM
MD
LG