د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: د داخلي او بهرنيو پانگه والو سیالي


په کندوز کې له رومي بانجانو څخه د روب د توليدونکې فابريکې مسول قاضي فيض الله وايي چې د ګاونډيو هيوادونو فابريکه لرونکي د افغانستان په داخل کې له جوړو شوو فابريکو سره رقابت کوي او نه پريږدي چې د افغانستان داخلي توليدونکې فابريکې توليد وکړي.

قاضي فيض الله وايي چې په خارجي مصرفي موادو باندې ټيکس نشته او په افغانستان کې هم لابراتوار نشته چې واريديدونکی مواد تجزيه کړي، هغه وايي کندوز ته له ايران څخه د رمي بانجانو روب راځي، او په افغانستان کې هم کوم لابراتوار نشته چې ددغو واريديدونکوخوراکي موادو کيفيت معلوم کړي او له هغې وروسته ورته د واريدولو اجازه ورکړي.

هغه وايي چې که له ايران څخه راوړل شوي روب تجزيه شي ډير کيمياوي مواد به په کې وليدل شي.

قاضي فيض الله وايي چې ايران او نورګاونډي هيوادونه ددې په خاطر چې د افغانستان په داخل کې نوې جوړې شوې فابريکې سقوط کړي او د افغانستان داخلي بازار خپل کړي دغه کار کوي.

هغه وايي چې اوس مهال په کندوز، بغلان، هرات، تخار او ځينو نورو ولايتونو کې د روبو فابريکې جوړې شوي چې ښه او با کيفيته توليدات لري ددغو فابريکو د سقوط لپاره ايران ناروا تجارتي رقابت پيل کړې دی.

د کندوز يو شمير دوکانداران وايي چې دوي ته د خپل هيواد توليدات ارزښت لري، ددي پر ځای چې ايراني او يا د نورو هيوادونو توليدات وپلوري په دې خوشاليږي چې افغاني توليدات خرڅ کړي.

هغوي ويل چې که دوي خپلو توليداتو ته پراختيا ورکړي او په ارزښت ورته قايل شی ددوي هيواد به په نږدې راتلونکې کې په خپلو پښو ودريږي.

XS
SM
MD
LG