د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د حزب اسلامي له هیئت سره وکتل


د جمهور رئیس حامد کرزي یو ویاند وايي چې جمهور رئیس د حزب اسلامي له هیئت سره کتلي دي.

هارون زرغون د حزب اسلامي د گوند د مشر گلبدین حکمتیار ویاند امریکا غږ ته وویل: خارجي عسکر دي د آینده جولای په میاشت کې له افغانستان نه وتل پیل کړي او په شپږو میاشتو کې باید ټول له افغانستان نه ووځي. دی وايي، په دغه جریان کې به د دوی گوند د کرزي حکومت ومني. او له هغه وروسته باید نوی پارلمان او یو عبوري حکومت رامنځته شي. له هغه وروسته، ښاغلی زرغون وايي، د دوی گوند د ٢٠١١ کال په مارچ کې د جمهوري ریاست او پارلماني انتخابات غواړي.

د مشخصو غوښتنو پرته، زرغون وايي گوند یې آزادانه خبرو ته تیار دی چې د سولې د رامنځته کولو لپاره له حکومت سره د حل یوه لار راپیدا کړي.

د رپوټونو له مخی ددغه هیات مشری د انجینر قطب الدین هلال کوی او د هیات په پاتی غړو کی د اسلامی ګوند پخوانی ویاند استاد قریب الرحمان سعید ، ډاکټر داود عابدی ، آمین کریم او د حکمتیار زومډاکټر غیرت بهیر شامل دی.

د رپوټونو له مخی دغه هیات د دوشنبی په ورځ د جمهور ریس کرزی د لمړی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم سره هم کتلی دی.

ددی دمخه دغه هیات د پخوانیو مجاهیدینو د دری مشرانو صبغت الله مجددی، استاد برهان الدین ربانی او استاد عبدلرب رسول سیاف سره هم لیده کاته کړی دی.

ددغو مشرانو نه مجددی د مشرانو جرګی د ریاست سربیره د افغانستان د حکومت د مخالفو وسلوالو سرهدپخلاینی د کمیسون ریاست هم په غاړه لری .استاد ربانی او استاد سیاف دواړه د افغانستان د پارلمان غړیتوب لری.

په کابل کې د افغانستان د تحقیقاتو او پالیسۍ د مرکز رئیس هارون میر وايي، داسې نه بریښي چې غوښتنې دې ومنل شي.

"دا له قهره ډکې غوښتنې دي، خو دوی دا هم نه غواړي چې وښيي په کمزوري موقف کې دي. زه تر ډیره حده باوري یم چې بالاخره به دوی په حکومت کې د څو څوکیو په اخیستلو آرام شي".

هارون میر وايي د حزب اسلامي یوه غوښتنه دا هم ده چې د دوی د مشر گلبدین حکمتیار نوم دې د ترهگرو له لست څخه ویستل شي.

دی وايي، د حزب اسلامي د گوند اساس د ١٩٧٠ په لسیزه کې په پوهنتونونو کې د محصلینو له ډلو څخه پیل شوی وو او دا چې جمهور رئیس کرزي لا له وړاندې د حزب اسلامي ځینې کسان په خپله اداره کې ځای په ځای کړي دي.

د اسلامی ګوند دا هیات پداسی حال کی کابل ته راغلی چی د جمهورریس کرزی د ثور په نهمه په کابل کی د خپلو مخالفانو سره د پخلانینی لپاره د افغانانو د بیلابیلو قشرونو ترمنځ په یوی کړنلاری باندی د موافقی ته د رسیدلو لپاره د سولی د یوی جرګی د رابللو نیت کړی دی.

ښاغلی کرزی پلان لري چې یوه میاشت وروسته په کابل کې د سولې یوه درې ورځنۍ جرگه جوړه کړي او په دې خبرې وکړي چې څنگه تندلاري عادي ژوند ته راوگرځول شي.

جمهور ریس کرزی د طالبانو نه هم د سولی خبرو ترسره کیدلو غوښتنه کړی خو طالبانو دافغانستان نهد بهرنیو عسکرو د وتلو دمخه د جمهور ریس کرزی حکومت سره د سولی په هر ډول خبرو کی برخه اخستل په کلکه رد کړی دی.

د روانو چارو څیړونکی هارون میر په دې عقیده دی چې له حزب اسلامي سره د ښاغلي کرزي مذاکرات د افغانستان د حکومت په گټه دي.

"فکر کوم دا ښه کار دی چې ټولې خواوې د مذاکرې میز ته راوستل شي. ځکه چې که موږ له هغوی سره خبرې ونکړو ایران او پاکستان به دغه ډلې د خپلو گټو لپاره استعمال کړي".

داود سلطان زوی د افغانستان د ولسي جرگې غړی دی. هغه امریکا غږ ته وویل چې د حزب اسلامي دا اقدام ستايي چې مذاکراتو ته یې زړه ښه کړی دی، خو هغه وویل چې له اتو کلونو بحران وروسته، دا وخت افغانان د تشو خبرو پر ځای عملي اقداماتو ته سترگې په لار دي.

"ټولې دغه په اصطلاح جهادي ډلې، بوج احساسوي چې خپل رفتار او ذهنیت بدل کړي، خپله سیاسي تگلاره، لید لوری او جوړښت بدل کړي. د افغانستان خلک غواړي چې واقعي بدلون راشي".

که څه هم د افغانستان د حکومت او د اسلامی ګوند ترمنځ د خبرو په باب پخوا هم رپوټونه ورکړل شوی دی خو دا لمړی ځل دی چی د طالبانو د ماتی وروسته د جمهور ریس کرزی حکومت په کابل د اسلامی ګوند د هیات سره مخامخ خبرو ته کښینی.

XS
SM
MD
LG