د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز په امام صيب کې پر سرحدي پولیسو  بريد شوى


د كندوز ولايت د امام صيب ولسوالۍ د يكه توت تاڼې د سرحدي پوليسو پر پوسته د دولت مخالفو طالبانو بريد كړې چې په كې يوتن د دولت مخالف طالب وژل شوې دى.

د سرحدي پوليسو د څلورم كنډك قوماندان سمنوال اميرمحمد وويل چې د دولت مخالفو طالبانو د سرحدي پوليسو پر پوسته بريد وكړ چې د طالبانو او پوليسو ترمينځ دغې جګړې درې ساعته دوام وكړ.

هغه وايي چې په دغه جګړه كې د سيمه ايزو مخالفو طالبانو يو تن سرګروپ وژل شوې او درې نور ملګري يي ټپيان شوي دي.

اميرمحمد وويل چې د طالبانو يو تن سيمه ايز سرګروپ سيداكبر ووژل شو او دهغه درې نور ملګري ټپيان شوي دي.

هغه وايي چې په دغه جګړه كې يوتن پوليس ټپي شوى هم دى، مګر ددولت مخالف وسله وال طالبان ادعا كوي چې ددوي طرفدارو په دغه جګړه كې دوه سرحدي پوليس وژلي او څلور نور يې ټپيان كړي دي، وسله والو طالبانو په دغه جګړه كې د خپل يوتن ملګري د وژل كيدو راپورونه منلي دي.

د يكه توت يو تن اوسيدونكې وايي چې د كلي خلكو ويل چې يو تن د دولت مخالف طالب په دغه جګړه كې وژل شوې او يو بل يې ټپي شوى دى او زياته يې كړه چې پوليسو ته په دغه جګړه كې ځاني تلفان ندي وراوښتي.

هغه وايي چې دپوليسو دغه پوسته د كلي په مينځ كې موقيعت لري او په بيګاني جنګ كې هم د خلكو په كورنو كې مرمۍ لګيدلي دي، په كندوز كې په داسې حال كې د سرحدي پوليسو پر پوسته بريد شوې چې خلك نوي كال ته د سوكالۍ هيلې لري.

څه موده وړاندې د كندوز چارواكو له قومي مشرانو سره په يوه غونډ كې په دې خبرې وكړې چې هغوي بايد طالبان له دولت سره روغې جوړې ته چمتو كړي، د كندوز چارواكو داهم ويل چې كه طالبان له دوي سره خبرو ته غاړه كښنږدي نو دوي په به كندوز كې پراخ عمليات پيل كړي.

XS
SM
MD
LG