د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: د پاکستان او امریکا تازه مذاکرات


دنیویارک ټایمز ورځپاڼه دمارچ دمیاشتی په ٢١مه لیکی چی د پاکستان په ملکی حکومت کی د پوځ اقتدار مخ په زیاتیدو دی او یوه نښه یی داده چی جنرال اشفاق پرویز کیانی به په دی اونی کی د پاکستان په هیئات کی چی په واشنگټن کی به مذاکرات وکړی، ترټولو مهم چارواکی وی.

په دغو مذاکراتو کی به په افغانستان کی د سولی او پخلاینی مسله او د پاکستان نقش هم پکی شامل وی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی چی د پاکستان په ملکی حکومت کی د پوځ اقتدا ر مخ په زیاتیدو دی او یوه نښه یی داده چی جنرال اشفاق پرویز کیانی به په دی اونی کی د پاکستان په هیئات کی چی واشنگټن ته راځی ترټولو مهم چارواکی وی.

نیویارک ټایمز لیکی چی دغه جنرال د حکومت ډیرمهم وزارتونه لکه د مالیی او خارجه وزارت چارواکی راغواړی چی د جزئیاتو په باب ورسره بحث وکاندی. ورځپاڼه لیکی چی داکار په یوه دیموکراتیک حکومت کی غیر معمول دی.

نیویارک ټایمز لیکی چی خار جه وزیر شاه محمود قریشی په دی ټینگار کوی چی پکارده امریکا د پاکستان لپاره ډیرڅه وکړی ځکه پاکستان همدا اوس هم ډیرڅه کړیدی. دادهغه خواهش و چی هیلری کلنټن په دی موافقه وکړله چی ددواړو هیوادونو ترمنځ د وزیرانوپه سطحه خبری بیا پیل شی.

دنیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی چی توقع ده داخبری به هغه مسایل او اړیکی دامریکا او پاکستان ترمنځ بیرته له سره روښانه کړی؛ په داسی حا ل کی چی طالبان په افغانستان کی خپل وروستی پړاو ته ور نیژدی کیږی.

نیویارک ټایمز لیکی چی د بزنیس ریکورډر په نامه یوی ورځپاڼی ولیکل چی پکارده د پاکستان د صدر اعظم یوسف رضا گیلانی حکومت په خپل قوت سره اقدامات وکړی او داسی فضا خلق نکړی چی د نظامی مداخلی لپاره شرایط برابر کړی.

نیویارک ټایمز د پاکستان دنړیوالو اړیکو د پروفیسر رفعت حسین له قوله لیکی چی ددی خبری سابقه نشته ده چی دپوځ لوی درستیز د فیدرالی حکومت د وزیرانو د مجلس مشرتوب وکړی.

رپوټ وایی چی جنرال کیانی به ددوشنبی په ورځ په پنټاگان کی د لویودرستیزانو د کومیټی رئیس د سمندر قواو ستر جنرال مایک ملین او ددفاع له وزیر رابرت گیټس سره ملاقات وکړی.

او دی به دهغو خبرو په افتتاحیه وینا کی هم برخه ولری چی د هیلری کلنټن اوشاه محمود قریشی ترمنځ د چارشنیبی په ورځ کیږی. چارواکی وایی چی دهغوی په مجلس کی به ډیره مهمه مسله، د پاکستان او امریکا ترمنځ د اعتما د مسله وی. هغوی به په دی مجلس کی د اعتماد او اعتبار زیاتولو کوشش وکړی. په تیرو څو میاشتو کی د پاکستان او امریکا ترمنځ داعتماد مسله مثبت لوری ته روانه ده.

خو په دی خبروکی مهمه او پیچلی مسله چی هغه له افغانستان نه دامریکا وتل او د هند په برخه کی، د پاکستان امنیتی او ستراتیژیکی اندیښنی دي، توقع ده چی دابه ددواړو ملکونو ترمنځ خامخا د خبرو سخت پړاو تشکیل کړی.

نیویارک ټایمز، امریکا ته د پاکستان د پخوانی سفیر ملیحه لودهی له قوله لیکی چی په دی کی دپاکستان لپاره مثبته خبره داده چی امریکا د پاکستان په هکله په خپلو پالیسیو باندی له سره غور کوی.

ملیحه لودی وایی چی اوس په دی خبره باندی فهم منځته راغلی دی چی په تیرکال کی یوڅه تصورات درست نه وو: هغه داوو چی د پاکستان پر نظآمیانو باندی فشار اچول کیدلی شی او د پاکستان امنیتی معیارونه تبدیل کیدلی شی.

پروفیسور رفعت حسین وویل چی په عین حآل کی دافغانستان د حکومت داندیښنی په باب چی له یاغی طالبانو سره یی د سولی دخبرو په باب لری؛ پاکستان به دمنځگړی نقش لوبولو ته په دغه راز مذاکراتوکی چمتو شی. هغه وویل پیغام به داسی وی چی که تاسی غواړی چی طالبان دافغانستان په عامو خلکو کی شامل شی ، نو پکارده چی تاسی له موږ سره خبری وکړی.

دنیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی چی پاکستان په دی نیژدی اقداماتو باندی چی د طالبانو خلاف یی وکړل، له پاکستان سره خړپړتیا زیاته شویده. په دی کی غټه خبره په پاکستان کی دملاعبدالغنی برادر نیول کیدل وو. په افغانستان کی د ملگرو ملتونو پخوانی استاځی کای ایډی وویل چی دهغه نیول کیدلو د پردی ترشا هغه خبری چی په طآلبانو کی دملابرادر له ډلی سره کیدلی، له مشکلاتو سره مخامخ کړلی.

خو د پاکستان د خارجه وزارت نطاق عبدالباسط د شنبی په ورځ وویل چی دملابر ادر نیول د سولی او پخلاینی له خبرو سره هیڅ ارتباط نلری.

نیویارک ټایمز په پای کی لیکی چی په افغانستان کی د هند زیاتیدونکی نقش هم دپاکستان دخبرو په اجنډا کی شامل دی.

XS
SM
MD
LG