د لاس رسي وړ اتصالات

وردگو کې د ناټو هلیکوپتر رالویدلې


په افغانستان کې چارواکي وایي چې نن د سه شنبې په ورځ د ناټو یوه هیلوکوپتره چې د ترکي د بیارغونې پرسونل یې لیږدول، د کابل په جنوب کې د وردکو په ولایت کې لویدلې ده.

په پښه کې د مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقیض رپوټونه ورکړل شویدي.

د ناټو چارواکي وایي چې په پیښه کې یوازې دوه تنه ټپي شويدي او څوک پکې وژل شوي ندي خو د وردکو د ولایت یوه ویاند مخکې ویلي ؤ چې د ترکې یو عسکر وژل شویدی او درې تنه نور یې ټپي شویدي.

ناټو همدارنګه ویلي دي هیڅ داسې نښې نښاني نشته چې وښیي پدغې پیښې کې دې د دښمن لاس وي.

د ناټو په مشرۍ ایتلافي قواوو یوه دنده هم دا ده چې د ولایتي بیا رغونې د ډلې نظامي او ملکي کارپوهان په ټول افغانستان کې د یو ځای نه بل ځای ته ولیږدوي.

له بلې خوا د برتانې حکومت ویلي دي چې یو تن برتانوی عسکر پرون د دوشنبې په ورځ د هلمند په ولایت کې د سړک د غاړې د بم په چاودنې کې وژل شویدی.

هغوي وایي چې دغه عسکر د سنګین په ولسوالۍ کې ګزمه کوله چې چاودنه وشوه.

همدارنګه د بدخشان د ولایت ویاند ویلي دي چې پرون د دوشنبې په ورځ د بدخشان په ولایت کې پنځه کورونه د واروې لاندې شویدي او لږ تر لږه دیرش کسان پکې وژل شویدي.

ویاند د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې چارواکو د هیلوکوپترونو له لارې د پیښې ځای ته د ژغورنې ډلې او مرستندیه مواد استولي دي.

XS
SM
MD
LG