د لاس رسي وړ اتصالات

په نړۍ کې افغان پناه غوښتونکي ډیر شوي


د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو اداره UNHCR وایي تیر کال د هغو افغان مهاجرینو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی چې په نورو هیوادونو کې یې د پناه اخیستو غوښتنه کړیده.

دغه اداره وایي چې پدې سره افغانستان د هغو ملکونو په سر کې راغلی دی چې وګړو یې د پناه اخیستو غوښتنه کړیده.

UNHCR پخپل کلني رپوټ کې ویلي دي چې په 2009 کال کې کابو 27 زره افغانانو په بهرنیو هیوادنو کې د پناه اخیستو غوښتنه کړیده چې د 2008 کال په پرتله 45 فیصده زیاته شویده.

خو دغه اداره وایي چې د نړۍ د نورو صنعتي هیوادونو د پناه غوښتنې فیصدې تیرکال پخپل حال پاتې وه. د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وایي چې همدارنګه تیر کال د عراقي پناه غوښتنوکو شمیر 40 فیصده کم شویدی.

عراق د 2006 او 2008 کالونو تر منځ هغه هیواد ؤ چې تر ټولو زیات وګړو یې د پناه اخیستو غوښتنه کړې وه.

چین، سومالیا، د روسیې فدارسیون، ناجیریا او سربیا نور هغه هیوادونه دي چې زیات شمیر خلکو یې د پناه اخیستو غوښتنه کړیده.

د امریکا متحده ایالات لومړنی هیواد دی چې زیات شمیر پناه اخیستونکی ورته د تللو غوښتنه کوي، فرانسه ، کاناډا، برتانیه او جرمني هم پخپل نوبت هغه هیوادونه دي چې زیات شمیر پناه اخیستونکي ورته د ورتللو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG