د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وايي له پاکستان سره د همکارئ په زیاتولو غږیدلی


د امریکا د دفاع وزرات وایي چې د دفاع وزارت مشرانو د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني سره د دواړو هیوادونو د پوځ تر منځ د همکارۍ په زیاتوالي باندې خبرې کړیدي.

جنرال کیانی امریکا ته راغلی دی او پرون د دوشنبې په ورځ یې د امریکا د دفاع په وزارت یا پنټاګان کې د دفاع د وزیر رابرت ګیټس، د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر او د سمندرې قواو ستر جنرال مایک ملېن او د پالیسۍ په چارو کې د دفاع د وزرات مرستیال میچل فلورني سره وکتل.

پنټاګان وایي د غونډې هدف د هغو هڅو پرمختګ ؤ چې تیرکال پیل شویدي او هغه دا چې د دواړو هیوادونو اړیکې باید چې پراخه شي.

جنرال کیاني د یکشنبې په ورځ د فلوریډا په ایالت کې د امریکا د هوایي قواوو په یوې نظامي اډې کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان جنرال ډیوډ پیټریس سره هم وکتل.

د امریکا پوځ وایي چې دواړو جنرالانو په افغانستان کې د افراطي تشدد پر ضد د ګډې مبارزې په لارو چارو باندې خبرې وکړي. پوځ وایي چې جنرال پیټریس او جنرال کیاني همدارنګه په پاکستان کې د اسلامي تندلاور سره په جګړې د پاکستان د هلو ځلو سره د امریکا په همکارۍ باندې خبرې کړیدي.

پنټاګان وایي چې د امریکايي چاراکو سره د جنرال کیاني خبرې د امریکا او پاکستان تر منځ د هغو ستراتیژیکو او پراخو خبرو یوه برخه ده چې پدې اونۍ کې به دلته په واشنګټن کې وشي.

دامریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلري کلنټن او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي به د چارشنبې په ورځ د خبرو یو بل پړوا هم پرانیزي. هغوي به د دواړو هیوادونو د لوړرتبه چارواکو د یوې غونډې مشري په غاړه ولري.

امریکایي چارواکو ویلي دي چې په غوڼدې کې به د پاکستان په اقتصادي پرمختګ، اوبو او انرژۍ موضوعاتو، ښوونې او روزنې، د عامه چارو په دیپلوماسۍ، کرهڼۍ او امنیت باندې خبرې وشي.

پاکستاني چارواکو پخوا شکایت درلود چې واشنګټن د پاکستان سره یوازې پدې برخه کې مرستې کولو ته لیواله دی چې د طالبانو او القاعده شبکې پر ضد په جګړې کې د دغه هیواد سره مرسته وکړي او پاکستان سره یې د پراخه اړیکو لرلو لپاره هڅې ندي کړي.

XS
SM
MD
LG