د لاس رسي وړ اتصالات

چین ته د کرزي دری ورځنی سفر پیل شو


د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی به نن د سه شنبې په ورځ د یوه درې ورځني سفر لپاره چین ته ورسیږي. د هغه د سفر هدف په افغانستان کې د چین د پانګې اچونې پراخول دی.

تمه کیږي چې جمهور رییس کرزی به د خپل سفر په دوران کې د چین د جمهور رییس هو جینتاو ، صدر اعظم وین جیا باو او نورو چارواکو سره وګوري.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند چن ګانګ ویلي دي چې دواړه جمهور رییسان به د اقتصادي معاملو په شمول د همکارۍ یو شمیر موافقې لاسلیک کړي.

ښاغلي چن ویلي دي چېن پدې پوهیږي چې د سولې او ثبات په ساتلو کې د افغانستان د هڅو مخې ته کومې ستونزې پرتې دي.

ویاند زیاتوي چې چین به د افغانستان د بیارغونې په هڅو کې فعال رول ولوبوي او د چین به تر خپلې وسې د هغه هیواد سره مرسته وکړي.

دا د جمهور رییس حامد کرزي لومړی سفر دی چې دجمهوري ریاست په دوهمه دوره کې یې چین ته کوي.

XS
SM
MD
LG