د لاس رسي وړ اتصالات

ملگرو ملتو د افغانستان ماموریت تمدید کړ


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان ماموریت د یوه بل کال دپاره تمدید کړ.

د امنیت شورا د دوشنبې په ورځ یو پریکړه لیک صادر کړ او په کښي د ملګرو ملتونو په ماموریت کې د افغانستان د سپتمبر د میاشتې د پارلماني انتخاباتو نه، ملاتړ هم شامل شو.

همدا شان په دغه پریکړه لیک کې د افغانستان د حکومت د هلو ځلو نه چې غواړي د طالب جنګیالیو سره د خبرو اترو بهیر غېښتلی کړي، هم ستاینه شوې. د افغانستان حکومت د هغو مخالفینو سره خبرو ته لیوالتیا ښيي چې د تشدد نه لاس واخلي، د القاعدې د ترهګرو سره اړېکې وشکوي او د افغانستان اساسي قانون ومني.

خو په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر (ویتلي چورکین) وویل په داسي حال کې چې د امنیت شورا د افغانستان د حکومت د هلو ځلو نه ملاتړ کوي یوه مسله باید د پامه و نه غورځول شي هغه دا چې د طالبانو پرضد د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا بندیزونه باید په پام کې ونیول شي.

دغه راز د روسیې استاځي په دې هم اندېښنه وښوده چې د امنیت شورا د مطبوعاتو د هغو رپوټونو له کبله اندېښنه لري چې وايي د ناټو په مشري قواوو هغه پلانونه فسخه کړي دي چې هدف یې د کوکنارو د مزرعو له مینځ وړل و .

هغه زیاته کړه چې په دې کې هیڅ شک نشته چې د مخدره موادو تجارت او په دې برخه کې ګټه د نړیوالې ټولنې د سولې او امنیت دپاره یو ستر ګواښ دی.

XS
SM
MD
LG