د لاس رسي وړ اتصالات

په واشنگټن کې د جگړې پر ضد مظاهرې


په واشنگټن کې د جگړې پر ضد څو ورځنۍ مظاهرې وشوې او د ښار په کوڅو کې دغو مظاهره کوونکو په سمبولیکه توگه تابوتونه گرځول .

زیات شمیر مظاهرکوونکي وایي چې د دوه زره اتم کال په انتخاباتو کې یې د جمهور رئیس اوباما پلوي کړیده او د افغانستان او عراق د جگړې په اړه د پخوانیو پالیسو د نه بدلونه په وجه نه دي ناامیده شوي.

په زرگونو مظاهره کوونکو په داسې حال کې چې ډولونه یې وهل د امریکا د اردو له ځواک څخه استفاده کول یې غندل. مظاهره کوونکو په مختلفو هیوادونو کې د امریکا د اردو د شتون د سمبول په توگه تابوتونه جوړ کړي چې په بیرغونو کې پیچل شوي وو.

یو شمیر مظاهر کوونکو د بایسکلونو او نورو ورزشي‍ وسایلو نه په استفادې سره د سپنې ماڼۍ په مخ کې مظاهرو ته دوام ورکاوه.
د سولې لپاره د کوریایي امریکایانو د ډلې غړی ایچ کی سو، وایي په دې باور دی چې د دوو کوریاو ترمنځ د بیلیدونکې کرښې په گډون له ټولو سیمو څخه د امریکایي عسکرو ویستل به د امریکا د متحده ایالاتو لپاره گټور وي.

(.. کورني ټولنیز پروگرامونه چې ورته اړتیا لیدل کیږي، قربانې کوئ. مونږ په لوړه کچه بیکارۍ لرو، او خلک د خپلو اړتیاو د پوره کولو لپاره هڅه کوي. دوی غواړي ددې ټولو بهرنیو جگړو پرځای دوی دلته مرستو ته اړتیا لري.)

د جگړې ضد د نڅا یوې ډلې محصلینو ته د زیاتو مرستو او د لږو نظامي لگښتونو تقاضا کوله. د هوارد پوهنتون زده کوونکی براین منافي وایي:

(.. مونږ دلته راوتلي یو چې څرگنده کړو چې د اوباما له ادارې سره مو د مینې کیسه خرابه ده. مونږ راوتلي یو تر څو څرگنده کړو چې زده کوونکي راغلي او واقعا د زمونږ د راتلونکې لپاره پانگه اچونو ته اړتیا ده، ځکه مونږ ددې هیواد راتلونکې یو.)

د ملي یادگار د څلي مخ ته مظاهره کوونکو د چمن پر سر په نظامي عملیاتو کې د وژل شوو عسکرو او ملکي وگړو د درناوي لپاره په سمبولیکه توگه د قبرونو ډبرې ایښې دي. د عراق د جگړې یو پخوانی عسکر جوس سټیبر وایي:

(.. زما په انند دا د هغه څه لپاره د بیدارۍ یوه پروسه وه چې ما کول. دا یادگارونه چې ما دلته جوړ کړي دا د هغو شیانو یوه نمونه ده چې په اردو کې زما د ورځني ژوند یوه برخه وه. )

د جگړې ضد مظاهرو جوړونکي وایي د جمهور رئیس اوباما له ټاکل کیدو څخه د مخکنیو مظاهرو په پرتله د گډون کوونکو شمیر کم دی، خو دوی وایي د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ نه ناراضیتوب په ډیریدو دی.

XS
SM
MD
LG