د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د صحي بیمو د اصلاح قانون لاسلیک کړ


د امریکا جمهور رییس براک اوباما به نن د سه شنبې په ورځ هغه تاریخي لایحه لاسلیک کړه چې هدف یې هغو 32 میلونه امریکایانو ته د صحي بیمي رسول دي چې اوس مهال هیڅ بیمه نلري.

جمهور رییس اوباما د دغې لایحې د لاسلیک کولو نه وروسته په سپینه ماڼۍ کې وویل چې دغه لایحه د همدغې شیبې نه وروسته قانوني بڼه لري او اصلاحات چې زیاته اړتیا ورته لیدل کیږي پیل به شي.

جمهور رییس اوباما همدارنګه وویل چې پدې سره به د صحي بیمې د هغو کمپنیو مخه ونیول شي چې دهغو کسانو ته بیمه نه ورکوي چې ناروغان دي او یا هغو ماشومانو ته بیمه نه ورکوي چې د پخوا نه مریضان وي.

د دغه 940 میلیارده ډالرو د لایحې له مخې به د امریکایانو سره مالي مرسته وشي چې جبري شخصي صحي بیمه واخلي او پدې برخه کې به د صحي بیمو د شخصي کمپنیو مخه ونیول شي ځکه چې دغه کمپنۍ خلکو ته د پخوا نه د موجودو روغتیایي شرايطو پر اساس صحي بیمه نه ورکوي.

د دغې لایحې په لاسلیک سره به هغه هڅې پای ته ورسیږي چې په ټول هیواد کې پرې باندې هر وخت تود بحث کیده او د کانګرس په دواړو خونو کې ورسره جمهوریت غوښتونکو کلک مخالفت درلود. دغه لایحه د یکشنبې په ورځ په کانګرس کې منظوره شوه، 219 مثبتې او 212 منفې رایې یې ګټلې وې.

په کانګریس کې ټولو جمهوریت غوښتونکو او 34 دیموکراتانو د لایحې پر ضد رایه ورکړه.

XS
SM
MD
LG